په امریکاکې په ډزو کې نور ۳۸کسان مړه او ټپیان شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66791-په_امریکاکې_په_ډزو_کې_نور_۳۸کسان_مړه_او_ټپیان_شول
په امریکا کې هر کال د ډزو له امله په زرګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا د امریکا قانون جوړونکی او واکوالان دی چې په دې اړه ئې تر دې دمه د وسلو دپیرپلور شرکتونو دزیات نفوذ له امله هیڅ ډول قانون نه دی جوړ کړی او درست ولس ئې د وسلو لرونکو په رحم وکرم پرې ښودلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 04, 2018 12:33 Asia/Kabul
  • په امریکاکې په ډزو کې نور ۳۸کسان مړه او ټپیان شول

په امریکا کې هر کال د ډزو له امله په زرګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا د امریکا قانون جوړونکی او واکوالان دی چې په دې اړه ئې تر دې دمه د وسلو دپیرپلور شرکتونو دزیات نفوذ له امله هیڅ ډول قانون نه دی جوړ کړی او درست ولس ئې د وسلو لرونکو په رحم وکرم پرې ښودلی دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو دثبتونکی مرکز دراپور په اساس  په تیر شواروز کې   دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې په ډزو کې  کابو دولس کسان وژل شوی او ۲۶نور ټپیان شوی دی.

     په دغه راپور  کې وئیل شوی دی ، دغه زیاتره ډزې  په  فلوریډا ، ایلینا، نیویارک اویوټا ایالتونو کې شوی دی .  همداراز دا هم وئیل شوی چې په تیرو اتو څلویښتو ساعتونو کې   دامریکا  په بیلابیلو ښارونو  کې  د ډزو یو سل دیارلس موردونه ثبت شوی دی  چې په نتیجې کې ئې  دیرش کسان وژل شوی او اوه شپیته نور ټپیان شوی دی .