په امریکا کښې د واده عجیبه مراسم وشول
Mar 05, 2018 12:55 Asia/Kabul
-
د واده په مراسمو کښې ګډون کونکو کسانو په لاسونو کښې ټوپکې هم نیولي وې .
زمونږ خبریال وایی د واده په مراسمو کښې له باجو او ډالونو سره ګډون او خوشحالۍ کول یوه عادی خبره ده خو په امریکا کښې د واده داسې عجیبه مراسم وشول چې پکښې په سلګونو وسله والو جوړو ګډون وکړ .
دامریکا په پنسلوانیا ایالت کښې په یوې کلیسا کښې د واده په ترسره کیدونکو مراسمو کښې درې سوه جوړو ګډون وکړ چې په سرونو یې د ګولیو تاجونه کیښودلی وو .
د واده په مراسمو کښې ګډون کونکو کسانو په لاسونو کښې ټوپکې هم نیولی وې او د واده ددغو لانجمنو دستورو په وخت د کلیسا دباندې یوشمیر کسانو د وسلو لرونکو جوړو په وادونو اعتراض وکړ او احتجاج وکړ .
ټیګونه