دسوریې عسکرو ګڼ شمیر ټروریسټان هلاک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66873-دسوریې_عسکرو_ګڼ_شمیر_ټروریسټان_هلاک_کړل
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د سوریې پوځ په لویدیځ کښې دحماه ولایت په شمال لویدیځ او د لاذقیه په شمال ختیځ کښې په یوشمیر سیمو کښې دعسکرو په مرکزونو دحملې لپاره د جبهه النصره د حزب الترکستانی او د کتیبه انصار الاسلام ترهګرو ډلو هڅه شنډه کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2018 01:40 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره امریکا، او عرب او اروپايي هیوادونه مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي .
    په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره امریکا، او عرب او اروپايي هیوادونه مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د سوریې پوځ په لویدیځ کښې دحماه ولایت په شمال لویدیځ او د لاذقیه په شمال ختیځ کښې په یوشمیر سیمو کښې دعسکرو په مرکزونو دحملې لپاره د جبهه النصره د حزب الترکستانی او د کتیبه انصار الاسلام ترهګرو ډلو هڅه شنډه کړه .

دسوریې حکومتی عسکر په دغو عملیاتو کښې وتوانیدل ګڼ شمیر ټروریسټان هلاک کړی او  دهغوې ګڼ شمیر وسلې او امکانات ویجاړ کړی .

دسوریې پوخ په غوطه شرقی کښې دخپلو عملیاتو د دوام په ترڅ کښې له ترهګرو ډلو سره له جنګ وروسته د «بیت نایم» کلی په لویدیځ کښې «المحمدیه »کلی ازاد کړ .

ترهګرو ډلو هم په دمشق کښې د العباسیین میدان په شاوخوا او دغه راز په القصاع سیمې او ابن سینا روغتون او باب توما سیمې ګڼ شمیر راکټونه وویشتل .

دسوریې په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت دجنوب په خوا کښې هم له ترهګرو سره د حکومتی عسکرو دجنګونو په ترڅ کښې د جبهه ازادۍ په نوم  دډلې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شول .

په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره امریکا، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان ، ترکیه ، بحرین ، متحده عربی امارات، قطر، اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې کوی .