ترهګر دغوطه شرقی له خلکو ناوړه استفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66953-ترهګر_دغوطه_شرقی_له_خلکو_ناوړه_استفاده_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د ملکی خلکو د وتلو لپاره دسوریې په «غوطه شرقی» کښې د پوځ لخوا دامن لارې له جوړولو سره سره په دغه سیمه کښې دیره ټروریسټان هماغه راز امن سیمو ته د ملکی خلکو د انتقال مخه نیسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2018 02:22 Asia/Kabul
  • ترهګرې ډلې تل ددغه اووربند خلاف ورزۍ کوي او په خلکو او حکومتي عسکرو د راکټونو او دهوانونو ډزې کوي  .
    ترهګرې ډلې تل ددغه اووربند خلاف ورزۍ کوي او په خلکو او حکومتي عسکرو د راکټونو او دهوانونو ډزې کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ملکی خلکو د وتلو لپاره دسوریې په «غوطه شرقی» کښې د پوځ لخوا دامن لارې له جوړولو سره سره په دغه سیمه کښې دیره ټروریسټان هماغه راز امن سیمو ته د ملکی خلکو د انتقال مخه نیسی .

یوشمیر بسونه او امبولانسونه د سوریې په غوطه شرقی کښې په ټاکل شوی لارو کښې د ښاریزو د انتقال لپاره دیره شوی دی چې خلک امن سیمو ته انتقال کړی خو ټروریسټی ډلې له ملکی او عادی ښاریزو د انسانی ډهال په توګه استفاده کوی .

 دروان میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې له اوویشتمې(۲۷) نیټې څخه هره ورځ د سهار له نهو(۹) بجو څخه د ورځې تر دوو(۲) بجو پورې له غوطه شرقی سیمې دملکی خلکو دوتلو لپاره موقته اووربند پیل شوی خو ترهګرې ډلې تل ددغه اووربند خلاف ورزۍ کوی او په خلکو او حکومتی عسکرو د راکټونو او دهوانونو ډزې کوی  چې له کبله یې هره ورځ یوشمیر بې ګناه خلک وژل کیږی .