د ترکيې د جنګي الوتکو د عراق شمال بمباري کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68370-د_ترکيې_د_جنګي_الوتکو_د_عراق_شمال_بمباري_کړ
د عراق سومريه نيوز خبري سائيټ بېګاد ترکيې د جنګي الوتکو لخوا د عراق په شمال کښې د اربيل او سلېمانيې صوبو د ځينو پوله ايزو سيمو د بمباري کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2018 02:55 Asia/Kabul
  • د ترکيې د جنګي الوتکو د عراق شمال بمباري کړ

د عراق سومريه نيوز خبري سائيټ بېګاد ترکيې د جنګي الوتکو لخوا د عراق په شمال کښې د اربيل او سلېمانيې صوبو د ځينو پوله ايزو سيمو د بمباري کېدو خبر ورکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې سومريه نيوز د عراق په شمال د ترکيې د جنګي الوتکو د حملو احتمالي سرتاوانونو ته بې له څه اشارې وويل، د ترکيې جنګي الوتکو د اربيل په شمال کښې سيدکان، رواندوز او سوران سيمې او د سليمانيې په بشدر سيمه بمونه اورول.

د ترکيې د فوځ جنګي الوتکو د مارچ په دويشتمه نېټه هم د عراق په شمالي سيمو حملې وکړې چې پکښې څلور عامه عراق وګړي ووژل شول.

ترکيې په دې وروستيو کلونو کښې د ترکيې د کردستان د کارګرانو ګوند پي کے کے د ځواکونو د ځپنې په بهانه د عراق په خاوره په ځلونو تيري کړي دي چې دغه تيري د عراق د حکومت او د نړۍ د نورو هېوادونو له سخت ردعمل سره مخامخ شوي دي.