فلسطین د سعودی عربستان لومړیتوب نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70220-فلسطین_د_سعودی_عربستان_لومړیتوب_نه_دی
زمونږ خبریال وایی دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان په امریکا کښې له اغیزشیندونکو یهودی مشرانو سره په کتنې کښې داسې څرګندونې وکړې چې د ټولو مسلمانانو زړونه یې زخمی کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2018 11:35 Asia/Kabul
  • نه یوازې سعودي عربستان بلکې د فارس خلیج ټول عرب هیوادونه به له اسرائیلو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي .
    نه یوازې سعودي عربستان بلکې د فارس خلیج ټول عرب هیوادونه به له اسرائیلو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي .

زمونږ خبریال وایی دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان په امریکا کښې له اغیزشیندونکو یهودی مشرانو سره په کتنې کښې داسې څرګندونې وکړې چې د ټولو مسلمانانو زړونه یې زخمی کړی دی .

هغه دامریکا له یهودی مشرانو سره په کتنې کښې وویل دفلسطین خلک دې باید خوله بند  کړی .

محمد بن سلمان وویل دفلسطین خلک یا دامریکا لخوا مطرح شوی وړاندیز ومنی یا د امن تړون ومنی یا خپلې ګلې بندې کړی .

هغه وویل سعودی عربستان له ډیرو مشکلاتو سره مخ دی او فلسطین د عربستان لومړیتوب نه دی .

د سعودی عربستان دیکتاتور ولی عهد محمد بن سلمان دامریکا یهودی مشرانو ته په وینا کښې ژمنه وکړه چې نه یوازې سعودی عربستان بلکې د فارس خلیج ټول عرب هیوادونه به له اسرائیلو سره نږدې اړیکې ټینګې کړی چې له کبله به یې داسرائیلو او دفلسطین د سولې په خبرو کښې ډیر پرمختګ ترلاسه شی .