اټومی موافقه د غلطو اطلاعاتو پراساس لاسلیک شوی ده
-
د اسرائیلو دیکتاتور لومړي وزیر نتانیاهو وکړه ایران د اټومي وسلو دجوړولو لپاره پټ پروګرام لري .
ایرنا خبری اژانس وایی د سپینې ماڼۍ ویاندې میرمن ساراک هوکابی سانډر(Sarah Huckabee Sanders) پرون د صهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره غږمله دایران اسلامی جمهوریت داټومی خبرو په وخت دناسمو اطلاعاتو په وړاندې کولو تورن کړی او ویې ویل اټومی موافقه د دغو اطلاعاتو پراساس لاسلیک شوی ده .
هغې ټینګار وکړ چې امریکا د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې له لاسلیک شوی اټومی موافقې سره مشکل لری .
د سپینې ماڼۍ ویاندې سانډرز بیګا د ایران پرضد دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر نتانیاهو د نوی تبلیغاتی ډرامې له ښودلو وروسته دایران اسلامی جمهوریت د اټومی وسلو د جوړولو لپاره د پټ پروګرام په لرلو تورن کړ او ډاګینه یې کړه واشنګټن د نتانیاهو لخوا خپاره شوی اطلاعات په دقت سره څیړی .
د اسرائیلو دیکتاتور لومړی وزیر نتانیاهو په تیرې دوشنبې ورځ د ټیلی ویژن دکیمرو مخ ته یوشمیر عکسونه ، سی ډیانې او کاغذونه وړاندې کړل او ادعا یې وکړه ایران د اټومی وسلو دجوړولو لپاره پټ پروګرام لری .