جاپان د برجام پر ملاتړ ټینګار وکړ
د جاپان وزیراعظم شینزو آبه نیواکي ټاټوبي ته په خپل سفر کښې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو ته وویل چې ټوکیو لاهم د برجام ملاتړ کوي.
ایرنا بیګا ماښام لیکلي چې د صهیونیسټي رژیم د هاآرتص ورځپاڼې په رپورټ کښې راغلي دي: شینزو آبه ټینګار وکړ چې جاپان همهغه شان له ایران سره د شوې ایټمي موافقې ملاتړ کوي او هغه په مینځني ختیځ کښې له ثبات سره یوه مرسته ګڼي.
د صهیونیسټي رسنیو د خبر له مخې، نتانیاهو له شینزو آبه سره په کتنه کښې د ایران د ایټمي پروګرام په هکله خپلو ادعايي اسنادو ته په اشارې سره یوځل بیا مدعي شو چې برجام یوه (بده موافقه) ده.
د اسرائیلو ټایمز ویب سایټ هم لیکلي دي: د نتانیاهو ادعاوې د هغو هیوادونو د مشرانو له بدبینۍ سره مخ شوي چې د ایټمي موافقې ملاتړ کوي او وايي چې د دې موافقې د خلاف ورزۍ په هکله عیني شواهد نشته.
همدې ویب سایټ لیکلي چې د جاپان وزیراعظم له نتانیاهو سره په کتنه کښې همداشان ویلي دي چې خپل سفارت قدس ته نه منتقلوي. هغه د اسرائیلو له وزیراعظمه وغوښتل چې ښارګي جوړونه هم بنده کړي.