له اټومی موافقې وتلو نړۍ ته دامریکا اصلی څیره وروښودله :
-
مونږ له لومړیو څخه په حقیقت کښې دامنیت شورا فیصلې بې خاصیته فیصلې ګڼلې او اوس هغوې باید دامریکا له دغه حرکت سره مقابله وکړي .
زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیګا په ټیلی ویژن باندې یوې (۱)وینا کښې وویل واشنګټن له ایران سره له شوی اټومی تړون د وتلو فیصله کړی ده .
ټرمپ وویل امریکا به دایران پرضد نوی بندیزونه هم ولګوی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د ترهګرۍ د سرپرست د بللو په ترڅ کښې وویل ایران په سوریې او یمن کښې لاسوهنه کوی .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی هم بیګا له اټومی موافقې دوتلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وینا وروسته وویل له دې وروسته به اټومی موافقه د ایران او دهغې دپینځه لاسلیک کونکو هیوادونو(P5) ترمینځ یو(۱) تړون وی .
دایران ولسمشر ډاګینه کړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله دایران پرضد دیوه(۱) روانی او نفسیاتی جنګ (Psychological war)پیلول وو او دایران اتلواله خلک به ددغه روانی جنګ تر اغیز لاندې ورنشی .
دایران دملی امنیت د شورا مشر هم زیات کړه د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس له اعتراف سره سم دایران ملت خپلو ژمنو ته کاملا وفاداره دی او دایران حکومت په خپلو ټولو ژمنو چې په اټومی موافقې کښې یې کړی دی عمل کړی دی .
خو نن سبا وینو هغه هیواد چې د نړیوالو ژمنو احترام نه کوی کوم دی ؟
اټومی موافقه د ایران او دامریکا ترمینځ تړون نه وو چې امریکا وغواړی له دغه تړون څخه ووځی .
اټومی موافقه یو څو اړخیزه او نړیوال تړون دی چې د ملګروملتونو امنیت شورا او دامنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک هم تائید کړی دی خو امریکا په رسمی ډول وویل خپلو نړیوالو ژمنو ته پام نه کوی .
دتهران راډیو پښتو خپرونې په دې اړه د پاکستان د پوځ دپخوانی مشر او ددغه هیواد د ستراتیژیکو مطالعاتو دمرکز دمشر متقاعد پوځی جنرال میرزا اسلم بیګ نظر د ټیلی فون په لیکه معلوم کړی چې هغه په ځواب کښې وویل دغه موضوع درې (۳)ټکی لری .
لومړی دا چې له تیرو څلویښتو (۴۰)کلونو راهسې د ایران پرضد استعماری اقدامات ترسره کیږی .
میرزا اسلم بیګ وویل له اټومی موافقې دامریکا وتل کومه نوی موضوع نه ده او څلویښت(۴۰) کاله مخکې چې کله په ایران کښې اسلامی انقلاب بریالی شو او دخلکو په رایو سره یو اسلامی حکومت جوړ شو امریکا او دهغې لویدیځ او ختیځ ملاتړی هیوادونه هره ورځ ددغه اسلامی انقلاب پرضد دفتنې د رامینځته کولو په حال کښې دی او دوې تل په ایران بندیزونه لګولی دی خو ایران تل په زیاتې حوصلې او همت سره له دغو مشکلاتو او بندیزونو سره مقابله کړی ده او سرلوړی دی او نن سبا هم په یوه (۱)ستر قدرت بدل شوی دی چې د امریکا او د اسرائیلو په سترګو کښې ازغی دی .
دپاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال میرزا اسلم بیګ وویل ایران دخلکو دملاتړ او د وحدت په وجه تل د سترو ګواښونو په مقابل کښې ولاړ دی او دایران مقاومت د نړۍ دخلکو لپاره دیوې بیلګې په توګه دی چې په کوم ډول باید له سترو استعماری قدرتونو سره مقابله وشی او خدای پاک ج هم له هغو خلکو سره چې په خپله حرکت وکړی مرسته کوی .
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال میرزا اسلم وویل نن سبا ایران یوازنی هیواد دی چې د نړۍ دسترو شیطانونو په وړاندې مقاومت کولای شی
دوهم (۲)ټکی دا دی امریکا په تیرو شلو (۲۰)کلونو کښې په تیره بیا هغه ظلم چې د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دیولسمی(۱۱) نیټې له حملو وروسته یې دمسلمانانو پرضد کړی دی اسلامی هیوادونه تباه کړل چې د ځینو ورانو کړیو شویو اسلامی هیوادونو په لیدو سره سړی ته ژړا راځی چې ترټولو بده بیلګه یې هم سوریه ده .
له بدغه مرغه اسلامی امت ویښیږی نه او هماغه راز د لاسپوڅیو واکمنانو تر قیمومیت لاندې خپل ارامه ژوند ته دوام ورکوی او دغه غفلت د اسلامی امت ستره بدبختۍ ده چې د اسلامی امت له سترتوب سره سره اتحاد نلری او د اسلام پرضد دامریکا له استعماری پروګرام سره د مقابلې لپاره اسلامی امت هیڅ فکر نلری .
اسلامی کانفرنس موسسه(Organisation of Islamic Cooperation) یوازې خارجی وجود لری او عملا په کامل ډول شنډه ده او شاید خدای پاک ج د اتحاد دنشتون په خاطر اسلامی امت ته سزا ورکوی .
دریم (۳)ټکی دا دی چې همدا اوس د څو اسلامی هیوادونو په تیره بیا دایران ،ترکیې او دپاکستان په شان د ګاونډیو هیوادونو مسولیت ډیر دروند کیږی چې باید له یو بل سره متحد شی او دامریکا د داډول استعماری اقداماتو په مقابل کښې ودریږی البته په تفکر او پوهې سره نا دا چې په احساساتو سره .
دغه هیوادونه باید امریکا دغه دسیسه شنډه کړی او فکر وکړی چې دغه فیصله د امریکا د یوه(۱) ولسمشر لخوا شوی ده چې په خپله نه پوهیږی دیویشتمې(۲۱) پیړۍ په دغه نړۍ کښې په کوم ډول ژوند وکړی .
د پاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال میرزا اسلم بیګ وویل ډونالډ ټرمپ د غوایی (Ox) په شان په لیونتوب سره کور ته ورننوتلی دی او هرې خوا ته ورځی چې په کوم ډول هرڅوک او هر څه تباه کړی .
هغه وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ د نړۍ دتباه کولو اراده لری خو هغه شی چې د پیاوړتیا او دهیلې سبب دی دا دی چې نور اروپایی هیوادونه له اټومی موافقې د امریکا دولسمشر ټرمپ له وتلو سره موافق نه دی او دغه اروپایی هیوادونه به اټومی موافقې ته پاې بند پاتې وی .
اسلم بیګ وویل ایران باید د اټومی موافقې له نورو غړیو هیوادونو سره یوځاې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه لیونتوب ډکې فیصلې سره مقابله وکړی او نه یوازې د اټومی تړون غړی اروپایی هیوادونه بلکې د دنیا اکثره هیوادونه به له ایران سره وی او هغوې به دا شهامت پیدا کړی چې امریکا داسې هیواد دی چې تړون لاسلیک کوی خو غیرت نلری چې په خپلو ژمنو او قول عمل وکړی او تړونونو ته پاې بنده ووسی او دغه چارې وښودله امریکا د اعتماد وړ هیواد نه دی او هیڅ هیواد له امریکا سره په دوستۍ سره هیڅ شی لاس ته نشی راوړلی .
څرنګه چې پاکستان په خپل اویا (۷۰)کلن تاریخ کښې تل د امریکا په خدمت کښې وو او امریکا ته یې د دوستۍ لاس اوږد کړی دی خو پاکستان له امریکا سره په دوستۍ کښې په هر ګام کښې تاوان لیدلی دی او امریکا نن څرنګه پاکستان ته شا کړی ده او کوشش کوی هندوستان په جنوبی اسیا کښې په ستر قدرت بدل کاندی .
امریکا له یوې خوا صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې په عربو هیوادونو واکمن کړی دی او په کوم ډول د فلسطینیانو عام وژلې ته دوام ورکوی او دعربو هیوادونو لاسپوڅی رژیمونه هم له امریکا او اسرائیلو سره مرسته کوی او یوازنې هیواد یعنی ایران چې په سیمه کښې د سوریې او دفلسطین د مسلمانانو کړاو او درددرک کوی نه پریږدی چې له مظلومانو سره مرسته وکړی .
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال میرزا اسلم بیګ وویل له اټومی موافقې د امریکا په وتلو سره له مخکې څخه زیات د ایران حقانیت او د امریکا منافقت ښکاره شو .
دتهران راډیو پښتو خپرونې دغه راز په دې اړه د ایران داسلامی شورا د ملی امنیت دکمیسیون دپخوانی نائب مشر حاجی منصور حقیقت پورنظر دټیلی فون په لیکه معلوم کړی چې هغه په ځواب کښې وویل نن سبا نړۍ د امریکا دولسمشر ټرمپ دشخصیت په اړه روښانه ا نځور پیدا کړی دی .
هغه وویل ښاغلی ټرمپ یو (۱)جنجالی ، د نه اټکل وړ او ډیر مغرور او متکبر سړی دی او که چیرې لږ شان هم دغه سړی عقل لرلی دایران په مقابل کښې دامر یکا د څلویښت(۴۰) کاله کړچار په څیړلو سره هیڅ وخت نه چمتو کیده هغه لاره چې هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړی بیا امتحان کړی .
هغه وویل په ایران بیګا بندیزونه نه دی لګیدلی بلکې څلویښت(۴۰) کاله کیږی چې ایران له بندیزونو سره مخ دی .
دایران د پالمان د ملی امنیت پخوانی نائب رئیس منصور حقیقت پور وویل مونږ داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته په سیمه کښې دامریکا دلوبو قاعدې او پروګرامونه ګډوډ کړل او په سیمه کښې په سیاسی ، امنیتی او پوځی اړخونو کښې مو نوی ډاکټرین وړاندې کړ او له بندیز سره مخ شو .
هغه وویل داسې ښکاری هغه لوبه چې دامریکا ولسمشر ټرمپ بیګا پیل کړی ده ددې سبب شی چې مونږ زیات تاوانونه ووینو چې باید دامریکا له جیب څخه یې جبران کړو .
حقیقت پور زیاته کړه نن سبا نړۍ دامریکا په اړه زمونږ قضاوت چې ویلی مو وو په امریکا اعتماد نشو کولای په خپلو سترګو ولید او ټولو ته دایران حقانیت ثبات شو .
هغه وویل مونږ په دغو دوو(۲) کلونو کښې اټومی موافقه په داسې فضا بدله کړه چې امریکا مو پکښې رسوا کړه او دنړۍ دټولو خلکو په سترګو کښې مو امریکا کوچنۍ کړه .
هغه وویل همدا اوس هم دایران دخلکو استازیی د پارلمان دننه دامریکا د بیرغ دسوځولو په حال کښې دی .
له دې وروسته هم باید امریکا څنګ ته کیدا (انزوا) ته غاړه کیږدوی ځکه چې نن سبا دامریکا او د اروپا ترمینځ واټن رامینځته شوی دی اروپا حتی له روسیې او چین سره یوځاې هوډمن ده چې اټومی موافقې ته ژمنه پاتې شی او دغه موافقه اجرا کاندی او هغې ته دوام ورکړی او دا امریکا ده چې له دغه قاعدې ووتله او دا دامریکا لپاره ستره رسواۍ ده چې زما په نظر په نړیوال ډګر کښې د امریکا حیثیت له مینځه تللی دی او کلونه کلونه وخت به واخلی چې امریکا دغه حیثیت بیرته لاس ته راوړی .
ښاغلی منصور ددغه پوښتنې په ځواب کښې چې له امریکا پرته په اټومی موافقې کښې پینځه نور موجود هیوادونه څومره د باور وړ دی چې په اټومی موافقې کښې پاتې شی ؟ . دې ته په پام سره چې دامریکا ولسمشر ټرمپ بیګا وویل هر هیواد چې له ایران سره ملګرتیا وکړی له بندیز سره به مخ شی زیاته کړه دا خبره چې امریکا ګواښ وکړی له هغه قاعدې سره چې په نړۍ کښې روانه ده ډیر تفاوت لری .
دبیلګې په توګه امریکا تر پرون ورځې پورې غوښتل په لبنان کښې مقاومت ته اړونده بهیر په انتخاباتو کښې بریالی نشی او یا داچې چې نه یې غوښتل د سوریې ولسمشر بشار اسد بریالی شی یا داچې عراق دامریکا په کنټرول کښې ووسی یا یمن نسکور شی .
په هرحال هغه ټول شیان چې امریکا یې اراده وکړی باید په ضروری ډول ترسره نشی .
هغه وویل مونږ د اټومی تړون پینځو غړیو هیوادونو لپاره دوې(۲) یا درې (۳)اونۍ وخت لرو او که چیرې دغه هیوادونه وتوانیږی دایران ګټې تامین کړی مونږبه له امریکا پرته په اټومی موافقې کښې پاتې شو .دقیقا دهغه شی په شان چې په اټومی موافقې کښې یې اټکل شوی دی .
منصور وویل وویل دایران اټومی ادارې کامل چمتووالی لری چې مونږ له اټومی نظره په چټکۍ سره ددوه (۲)کاله مخکې حالت ته ورستانه کړی .
دایران په اسلامی شورا کښې د ملی امنیت دکمیسیون دپخوانی نائب رئیس حاجی منصور حقیقت پور دغه راز ددغه پوښتنې په ځواب کښې چې څومره احتمال شته چې دغه پینځه(۵) هیوادونه په اټومی تړون کښې دایران ګټې تامین کړی وویل دا د دغو پینځو(۵) هیوادونو لپاره دازمیښت ځای دی او زه هیله من یم چې په دغه امتحان کښې بریالی شی .
هغه وویل داسې نه ده چې امریکا هرڅه وغواړی نو ترسره کولای یې شی چې بیلګه یې هم لبنان دی چیرې چې د سعودی عربستان او دصهیونیسټ رژیم له زیاتو دسیسو سره سره د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په انتخاباتو کښې زیاتې رایې وګټلې .
دایران دغه پخوانی چارواکی وویل په پریکنده توګه د می د میاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه به هم په عراق کښې په انتخاباتو کښې دمقاومت بهیر بریالی شی .
هغه وویل اروپایی هیوادونه باید په خپل امتحان کښې بریالی شی او خپلو ملی ګټو ته فکر وکړی .
ښاغلی حقیقت پور ددغه پوښتنې په ځواب کښې چې له نړیوالو قدرتونو سره دایران اټومی تړون د ملګروملتونو دقوانینو په چوکاټ کښې شوی دی وویل نو اوس به دملګروملتونو دامنیت شورا غبرګون څه وی وویل مونږ له لومړیو څخه په حقیقت کښې دامنیت شورا فیصلې بې خاصیته فیصلې ګڼلې او اوس هغوې باید دامریکا له دغه حرکت سره مقابله وکړی او خپل عکس العمل وښیی ځکه چې دامریکا ولسمشر ټرمپ په خپل دغه کار سره دملګروملتونو او دامنیت شورا په تابوتونو میخونه ټکوهل .
ښاغلی منصور ددې پوښتنې په ځواب کښې که چیرې په اټومی تړون کښې پینځه(۵) پاتې هیوادونه په راتلونکو ورځو کښې ونه توانیږی دایران ګټې تامین کړی او هماغه ډول چې ضرورت شته په دې بڼه کښې به دایران اقدام څه وی ؟ وویل په پریکنده توګه به ایران له اټومی موافقې ووځی او تهران به په قوت او ګړندیتوب سره د یورانیمو پخولو ته دوام ورکړی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د ۲۰۱۸ میلادی کال د می دمیاشتې نهمه نیټه