بریتانیا افغانستان ته نور ډیر پوځیان استوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71484-بریتانیا_افغانستان_ته_نور_ډیر_پوځیان_استوی
زمونږ خبریال وایی بریتانیا د امریکا تر دباو لاندې نیت لری په افغانستان کښې دخپلو عسکرو شمیر زیات کاندی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 19, 2018 05:36 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ټرمپ میاشتې میاشتې کیږي دناټو غړیو هیوادونو ته خبرداری ورکوي  چې دوې خپل پوځي لګښتونه زیات کړي .
    دامریکا ولسمشر ټرمپ میاشتې میاشتې کیږي دناټو غړیو هیوادونو ته خبرداری ورکوي چې دوې خپل پوځي لګښتونه زیات کړي .

زمونږ خبریال وایی بریتانیا د امریکا تر دباو لاندې نیت لری په افغانستان کښې دخپلو عسکرو شمیر زیات کاندی .

د انګلستان ټایمز(Times) ورځپاڼې ولیکل د بریتانیا حکومت چې د افغانستان د عسکرو د روزنې په ماموریت کښې ګډون لری د امریکا تر دباو لاندې اراده لری په افغانستان کښې خپل پوځی شتون زیات کړی .

دغه ورځپاڼې زیاته کړه یوه په نظر کښې نیول شوی لاره د ناټو دزده کړې د ماموریت په چوکاټ کښې افغانستان ته د  لندن د څلور سوه(۴۰۰) نورو عسکرو استول دی او په دغه اقدام سره به په افغانستان کښې د  انګلستان د پوځیانو شمیر څه  دپاسه دوه (۲)برابره شی .

ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی د بریتانیا دفاع وزیر ګاوین الکاسانډر ویلیم سن (Gavin Alexander Williamson)  لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې(Theresa May) ته په یوه(۱)لیک کښې  دغه غوښتنه مطرح کړی ده .

د بریتانیادفاع وزیر ددغه خبر د تائیدولو په ترڅ کښې ویلی دی لندن دناټو په ماموریت کښې مهم رول لری او د  حالاتو په پرله پسې ډول جاجولو سره خپل رول ته ژمن پاتې کیږی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ میاشتې میاشتې کیږی دناټو غړیو هیوادونو ته خبرداری ورکوی  چې دوې خپل پوځی لګښتونه زیات کړی چې په ناټو کښې د واشنګټن مشارکت کم شی .