امام خمینی د بیت المقدس مساله د تل لپاره زوندۍ وساتله
د پاکستان د ځوانانو د غورځنګ عمومي منشي، د قدس د نړیوالې ورځې په نومولو کې د امام خمیني نوښت د اسلامي نړۍ بدلونونو د هغه حضرت د لوړ نظر ښودونکی وباله
د پاکستان د ځوانانو د غورځنګ عمومي منشي، د قدس د نړیوالې ورځې په نومولو کې د امام خمیني نوښت د اسلامي نړۍ بدلونونو د هغه حضرت د لوړ نظر ښودونکی وباله او وې ویل دغه نوم ټاکنه د مسلمانانو د لا یو والي سبب شوه.
محمد عبدالله حمید ګل چې سیاسي شناندی هم دی نن په اسلام اباد کې له ایرنا خبري اژآنس سره په مرکه کې د بیت المقدس د ورځې په لابرمناک ترسره کولو په ټینګار سره وویل: که د قدس نړیواله ورځ نه وه فلسطین او بیت المقدس به هیر شوی و او د امام خمیني په نوښت د دغه ورځې نومول کیدل د اسلامي نړۍ د اتحاد د پراختیا لپاره یو مهم کار و.
دغه سیاسی فعال زیاته کړه امام خمیني له هماغه لومړۍ ورځې د مستضعفانو په تیره بیا د فلسطین د مظلوم ولس او بیت املقدس دفاع د اسلامي جمهوري نظام د یو نه بدلیدونکي اصل په توګه اعلان کړه او په دې لړ کې یې د فلسطین او بیت المقدس د دفاع لپاره د روژې وروستۍ جمعه د قدس نړیواله ورځ ونوموله.
د قدس د ورځې لاریون سږ کال د جون په اتمه د روژې په دروې ویشته نیټه په ایران او په نورو هیوادونو کې ترسره کیږي.