امام خمینی د بیت المقدس مساله د تل لپاره زوندۍ وساتله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72810-امام_خمینی_د_بیت_المقدس_مساله_د_تل_لپاره_زوندۍ_وساتله
د پاکستان د ځوانانو د غورځنګ عمومي منشي، د قدس د نړیوالې ورځې په نومولو کې د امام خمیني نوښت د اسلامي نړۍ بدلونونو د هغه حضرت د لوړ نظر ښودونکی وباله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2018 15:41 Asia/Kabul
  • امام خمینی د بیت المقدس مساله د تل لپاره زوندۍ وساتله

د پاکستان د ځوانانو د غورځنګ عمومي منشي، د قدس د نړیوالې ورځې په نومولو کې د امام خمیني نوښت د اسلامي نړۍ بدلونونو د هغه حضرت د لوړ نظر ښودونکی وباله

د پاکستان د ځوانانو د غورځنګ عمومي منشي، د قدس د نړیوالې ورځې په نومولو کې د امام خمیني نوښت د اسلامي نړۍ بدلونونو د هغه حضرت د لوړ نظر ښودونکی وباله او وې ویل دغه نوم ټاکنه د  مسلمانانو د لا یو والي سبب شوه.

محمد عبدالله حمید ګل   چې سیاسي شناندی هم دی نن   په اسلام اباد کې له ایرنا خبري اژآنس سره په مرکه کې د بیت  المقدس د ورځې په لابرمناک ترسره کولو په ټینګار سره  وویل: که د قدس نړیواله ورځ نه وه فلسطین او بیت المقدس به هیر شوی و او د امام خمیني په نوښت د دغه ورځې نومول کیدل  د اسلامي نړۍ د اتحاد د پراختیا لپاره یو مهم کار و.

دغه سیاسی فعال زیاته کړه امام خمیني له هماغه  لومړۍ ورځې د مستضعفانو په تیره بیا د فلسطین د مظلوم ولس او بیت املقدس دفاع  د اسلامي جمهوري نظام د یو نه بدلیدونکي اصل په توګه  اعلان کړه او په دې لړ کې یې  د فلسطین او بیت المقدس د دفاع لپاره  د روژې وروستۍ جمعه د قدس نړیواله ورځ ونوموله.

د قدس د ورځې لاریون سږ کال د جون په اتمه د روژې په دروې ویشته نیټه په ایران او په نورو هیوادونو کې ترسره کیږي.