د چنګاښ د پنځمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو لیکلي دي: ایران د هیګ په محکمه کښې له امریکې شکایت وکړ.
د خبر په دوام کښې راغلي چې د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: ایران د امریکې لخوا د خپل مرکزي بانک د دوه میلیارډه ډالرو سرمایې د توقیفیدو په لړ کښې د هیګ محکمې ته شکایت کړی دی.
بهرام قاسمي ويي: د ایټمي موافقې له غړو هیوادونو په تیره بیا اروپايي اتحادیې څخه زمونږ تمه دا ده چې هر څه چې ایران غوښتي دي زر تر زره یې په یو قابلِ قبول پیکیج کښې وړاندې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همداشان وویل چې له امریکې څخه د ایراني چارواکو د اولادونو د ویستل کیدو او د هغوي د پانګو د بلاک کیدو خبرونه دروغ دي.
د اطلاعات ورځپاڼې د یو بل خبر عنوان دی: د یمن توغندي د ریاض په اسمان کښې وغریدل.
خبر زیاتوي چې د یمنیانو (برکان ایچ-۲) ډوله بالیسټک توغندیو د سعودیانو له (پاټریوټ) دافع هوا سیسټمونو په تیریدو سره په ریاض کښې پوځي اډې او حکومتي ودانۍ ورانې کړې.
په دې لړ کښې د یمن انصار ا... غورځنګ ویلي دي: هرڅومره چې د سعودیانو تیري زیاتیږي دومره به مونږ هم خپلې میزایل حملې پراخوو.
جمهوري اسلامي:
له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د ایران اقتصادي حالاتو او کاروباري ګډوډي ته انعکاس ورکړی او په خپل وړومبي خبر کښې یې لیکلي دي: د ایران د اصنافو د خونې د مشر له خولې لیکلي دي: د تهران د بازار ناآرامۍ پلان شوې دي.
د ایران د اصنافو د خونې مشر د تهران په بازار کښې رامینځته شوې وروستۍ پیښې (پلان شوې) وبللې او ویې ویل: ځیني پټ او څرګند لاسونه د بازار د خرابولو په تکل کښې دي او د دې خوځښتونو سرچینه له بازاره بهر ده.
علي فاضلي پرون ایرنا خبري آژانس ته په مرکه کښې د تهران د بازار د ناکراریو په تړاؤ وویل: صنفي راغونډیدنې د اصنافو او بازار حق دی او اصناف کولی شي چې د خپلو صنفي غوښتنو د پوره کیدو په لړ کښې د قانوي اجازت نامو په اخیستوسره او د اتحادیو په چوکاټ کښې داشان تجمعات جوړ کړي.
هغه زیاته کړه: دا څه چې د یکشنبې په ماسپښین او د دوشنبې په سهار د تهران په بازار کښې وشول، له دې بهیر سره فرق کوي، یوه خاصه ډله کسان بازار ته ننوځي او په اصل کښې پر بازار حمله کوي او غواړي چې بازار ولمسوي څو وتړل شي.
د ایران د اصنافو د خونې مشر څرګنده کړه: دا چې په لغتو د دکانونو ورونه وهي او بازاریانو او کسبه ؤ ته حکم ورکوي چې باید دکان دې بند کړې، ښودنه کوي چې دا کار یو پلان شوی بهیر دی.
رویشِ ملت:
د تهران چاپ رویش ملت ورځپاڼې بیا په خپل غټ سرټکي کښې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي له قوله لیکلي دي: ځیني هیوادونه په امریکې باندې په اعتماد او باور سره ترهګري پیاوړې کوي.
د دې خبر په تفصیل کښې راغلي چې د ایران د ملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی په سیمه کښې د ترهګرو دپاتی شونو دملاتړ لپاره دامریکا هڅې ته په اشارې سره وویل د سیمې ځینې عرب هیوادونه په عراق د بې ثباتۍ او د ترهګرۍ د ورتپلو هڅه کوی .
د ایران دملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی پرون په تهران کښې د عراق دلومړی وزیر د ملی امنیت له سلاکار فالح فیاض سره په کتنې کښې له ترهګرۍ دملاتړ په لړ کښې د سوریې او دعراق په وسله والو ځواکونو د امریکا حملو ته اشاره وکړه او ویې ویل هغه هیوادونه چې ګمان کوی په امریکا اعتماد سره کولای شی په سیمه کښې ثبات او داخلی امنیت تامین کړی دترهګرۍ له پیاوړتیا سره مرسته کوی .
هغه دسیمې د ځینو عربو هیوادونو په کړچارونو خواشینۍ څرګندولو سره چې داسرائیلو د رژیم په ستراتیژک شریک بدل شوی دی وویل ددغو هیوادونو له توهم ډک او بې تجربې حکومتونه د چټی او د نمایشی کړچارونو په غوره کولو سره په جعلی او زیاتیدونکو اقتصادی ، امنیتی او ټولنیزو مشکلاتو د برغولی د کیښودلو کوشش کوی .
دایران دملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی په دې خبرې سره چې ایران تل په رښتیونی ډول او له کومې توقع پرته دعراق دخلکو په څنګ کښې ولاړ وو او دی وویل دعراق دملت له غوښتنې او ارادې پریکنده ملاتړ د ایران دنا بدلیدا وړ سیاست او تګلاره ده .
کابل چاپ:
کابل چاپ ورځپاڼو نن د ګڼو نورو مطالبو ترڅنګ په افغانستان کې د مخدرو موادو د کښت او قاچاق او دغه شان په نشهيي توکو د روږدو کسانو د زیاتېدو په اړه لیکلي دي.
ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغانستان د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزرات وايي، د نړۍ اتیا سلنه اپیم په افغانستان کې تولیدېږي او د دغه هېواد ۱۱،۱فیصده وګړي په نشهيي توکو روږدي دي.
په مطلب کې دغه شان راغلي چې په افغانستان د مخدرو موادو فعال مارکیټونه دغه هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو نه د تروریستي کړیو د غړو د انتقال زمینه برابروي.
په مطلب کې د افغان حکومت د اجرائیه رئیس په حواله راغلي چې پهدغه هېواد کې د مخدرو موادو پر وړاندې روانه مبارزه کافي نهده او په نشهيي توکو د روږدو کسانو شمېره هم ټکان ورکوونکې ده.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې هم د موضوع په تړاو مطالب چاپ کړي دي.
هېواد په خپل یو مطلب کې لیکي، د طالبانو د واکمنۍ تر راپرځېدلو وروسته امریکا په افغانستان کې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ۸،۶ میلیارد ډالره لګولي دي، خو د مطلب د لیکونکي په خبره له بده مرغه چې لا هم دغه هېواد د نړۍ په کچه د مخدرو موادو د تولید تر ټولو لوی مرکز دی.
په مطلب کې راغلي چې په افغانستان د مخدرو موادو له کاروباره تر ډېره د دولت وسلهوالو مخالفین ګټه پورته کوي او ورته د تمویل یوه ښه سرچینه ده.
هېواد په خپل یو بل مطلب کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو په اړه د حکومت د مسؤلیت په تړاو لیکلي دي او ویلي یې دي چې که څه هم حکومت له ښار او واټونو د دغو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې کار کړی، خو پهکار ده چې دې برخې ته نور هم پام زیات کړي.
ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا پهدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.
ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د مخدرو موادو پر وړاندې مبارزه د طالبانو د حکومت تر راپر ځېدلو وروسته پیل شوه او دا د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې دوهم مهم ماموریت و، خو د سرمقاله لیکونکي په باور، د میلیارډونو ډالرو لګښت سره- سره بیا هم دغه هېواد د نړۍ ډېره اندازه مخدر مواد تولیدوي چې د اندېښنې وړ خبره ده.
په سرمقاله کې راغلي، داسې راپورونه شته چې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې د ډېریو پروژو پیسې په ولایتونو کې حیف او میل شوي او د بدیل معیشت پروګرامونه اصلاً په یو شمېر ولایتونو کې نهدي عملي شوي.
ورځپاڼې په اخر کې پوښتنه مطرح کړې چې په داسې یو حالت کې نو د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د شته بنسټونو د فعالیت دوام څه مانا؟