د برجام په پوره اجرا د اروپائي اتحاديې او چين تاکيد
اروپائي اتحاديې او چين په يوه ګډه بيانيه کښې د ايران د اېټمي موافقې برجام په پوره اجرا باندې تاکيد وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې په دغه بيانيه کښې چې په بيجېنګ کښې د اروپائي اتحاديې او چين د چارواکو له غونډې وروسته جاري شوه راغلي دي، برجام د اېټمي وسلو د خپرېدو د منعې نړيوال جوړښت لپاره يو مهم عامل او ډېپلومېټکه لاسته راوړنه ده چې د رايو په اتفاق سره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا لخوا په ۲۲۳۱ پرېکړليک کښې تائيد شوې ده.
د اروپائي اتحاديې د شورا مشر ډونالډ ټوسک د دغې اتحاديې د کمېشن له مشر ژان کلوډ يونکر سره د چين له وزيراعظم لي که چيانګ سره د کتنې او د چين او اروپائي اتحاديې د مشرانو د خبرو اترو د غونډې جوړولو لپاره بيجېنګ ته سفر کړے دے.
د اروپائي شورا مشر نن د چين له وزيراعظم سره د اروپا او بيجېنګ د تعلقاتو او د شمالي کوريا او يوکرائن د مسائلو په اړه کتنه او خبرې اترې وکړې.