امریکا او عربو دسوریې په اړه جعلی فیلمونه جوړ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76441-امریکا_او_عربو_دسوریې_په_اړه_جعلی_فیلمونه_جوړ_کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې حکومت دغه خبره ایشوا کړه چې د سپینو خولیو(White Helmets) ډلې غړو دامریکا او دسیمې دعربو هیوادونو له رسنیو سره یوځاې دسوریې په ادلب (Idlib)ولایت د کیمیاوی حملې دجعلی صحنو نهه(۹) لنډ فیلمونه جوړ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2018 10:22 Asia/Kabul
  • جعلي صحنې جوړولو کښې دوه ویشتو(۲۲) ماشومانو له خپلو میندو او پلارانو اوړ د کډوالو له یوه کیمپ څخه یوشمیر تښتول شویو یتیمانو ګډون کړی
    جعلي صحنې جوړولو کښې دوه ویشتو(۲۲) ماشومانو له خپلو میندو او پلارانو اوړ د کډوالو له یوه کیمپ څخه یوشمیر تښتول شویو یتیمانو ګډون کړی

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې حکومت دغه خبره ایشوا کړه چې د سپینو خولیو(White Helmets) ډلې غړو دامریکا او دسیمې دعربو هیوادونو له رسنیو سره یوځاې دسوریې په ادلب (Idlib)ولایت د کیمیاوی حملې دجعلی صحنو نهه(۹) لنډ فیلمونه جوړ کړی دی .

د روسیې دفاع  وزارت ته اړونده په سوریې کښې د ښکیلو لورو د پخلاینې مرکز وویل په دوې کښې به یوشمیر فیلمونه  دسفارش کونکو په تائید سره ملګروملتونو او د کیمیاوی وسلو د بندیز دتړون موسسې ته واستول شی پاتې نور په انیټرنیټ او په ټیلی ویژن چینلونو خپریږی .

دغه راپور زیاتوی په دغه رسندوی جعلی صحنې جوړولو کښې دوه ویشتو(۲۲) ماشومانو له خپلو میندو او پلارانو اوړ د کډوالو له یوه کیمپ څخه یوشمیر تښتول شویو یتیمانو ګډون کړی چې لومړۍ (۱)ډلې د تاوان لیدونکو او ژوبلو او دوهمې(۲) ډلې هم ددغو کیمیاوی وسلو له کبله د  وژل شویو کسانو رول لوبولی دی .

د روسیې دفاع وزارت وویل دجبهه النصره ترهګر هم له کیمیاوی وسلو د سوریې د پوځ د استفادې ادعا ته د عمومی افکارو د قانع کولو په هدف سره له کلورین ګازو په استفادې سره د یوې(۱) مرګونی کیمیاوی حملې د پلانونو نیت لری .

د روسیې حکومت له تیرو څوارلسو(۱۴) ورځو راهسې دیوشمیر بیانیو په خپرولو سره په ځلونو د سوریې په ادلب ولایت کښې د کیمیاوی وسلو د جعلی صحنو د جوړولو لپاره د ترهګرو ډلو او دهغوې  د لویدیځو او عربو ملاتړو د پلانونې په اړه خبرداری ورکړی دی .

لویدیځو هیوادونو  په ځلونو د سوریې د کیمیاوی وسلو د حملې د ادعا په لاسوند ګرځولو سره د سوریې د پوځ په مرکزونو چې له ترهګرۍ سره په مبارزې بوخت دی حملې کړی دی .