دسوریې په ادلب کښې نوی عملیات نه کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76556-دسوریې_په_ادلب_کښې_نوی_عملیات_نه_کیږی
زمونږخبریال وایی دسوریې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو ډلو د اصلی پناه ځاې پرضد د عملیاتو د پیلولو په اړه د دمشق دحکومت له ټینګار سره سره د روسیې دفاع وزارت وویل دسوریې عسکر به په ادلب ولایت کښې نوی عملیات اجرا نکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2018 00:23 Asia/Kabul
  • دسوریې په شمال کښې ادلب ولایت اوس هم د ترهګرو ډلو په نیواک کښې دی .
    دسوریې په شمال کښې ادلب ولایت اوس هم د ترهګرو ډلو په نیواک کښې دی .

زمونږخبریال وایی دسوریې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو ډلو د اصلی پناه ځاې پرضد د عملیاتو د پیلولو په اړه د دمشق دحکومت له ټینګار سره سره د روسیې دفاع وزارت وویل دسوریې عسکر به په ادلب ولایت کښې نوی عملیات اجرا نکړی .

دغه څرګندونې  د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو د سوریې له حکومتی عسکرو د مخالفانو دجلا کولو لپاره په ادلب کښې د غیر پوځی سیمې د جوړولو په هکله د  روسیې او دترکیې د ولسمشرانو له کتنې وروسته کړی دی .

د روسیې دفاع وزیر وویل موجودو شرایطو او د ادلب په عملیاتو کښې د انسانی مرګ ژوبلو احتمال ته په پام سره په دغه ولایت کښې دترهګرو پرضد عملیات د حکومتی عسکرو لومړیتوب نه دی .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل ما او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې په سوچی غونډې کښې فیصله وکړه د  سوریې د حکومتی عسکرو او د مخالفانو ترمینځ یوه (۱)غیر پوځی سیمه جوړه کړی .

دسوریې په شمال کښې ادلب ولایت اوس هم د ترهګرو ډلو په نیواک کښې دی او حکومتی عسکر اراده لری دغه ولایت د امریکا، د عربو او دلویدیځو هیوادونو ترملاتړ لاندې ټروریسټانو ازاده کړی .