دمصرحکومت په قاهرې کې دامام حسین سپیڅلی مقام اوجومات وتړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76630-دمصرحکومت_په_قاهرې_کې_دامام_حسین_سپیڅلی_مقام_اوجومات_وتړل
دا پرله پسې پنځم کال دی ، چې د تاسوعا اوعاشورا په شپو ورځو کې دامنیتی مسئلو په پلمه دمصر په قاهرې کې د حضرت امام حسین سپیڅلی مقام او جومات تړل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 21, 2018 01:10 Asia/Kabul
  • دمصرحکومت په قاهرې کې دامام حسین سپیڅلی مقام اوجومات وتړل

دا پرله پسې پنځم کال دی ، چې د تاسوعا اوعاشورا په شپو ورځو کې دامنیتی مسئلو په پلمه دمصر په قاهرې کې د حضرت امام حسین سپیڅلی مقام او جومات تړل کیږی .

فارس خبری آژانس  د مصر دخبری سرچینو له قوله راپور ورکړی ،    دمصر  امینتی ځواک  پرون دعاشورا په ورځ  په قاهرې کې دحضرت امام حسین علیه السلام  په نامې د جومات او سپیڅلی مقام ګیر چاپیره  بیړنی  شتون درلود او  د دغه سپیڅلی ځای  په وړاندې ئې  په خنډ جوړولو سره    دخلکو په تلوراتلو څارنه   او پلټنې کولې  او دغه ځای ئې هم وتړۀ 

 د دغه راپور په اساس  امینتی ځواک   دقاهرې   په الحسین چوک کې   زغرګاډی هم دیره کړل .

 دا پرله پسې پنځم کال دی ، چې   د تاسوعا اوعاشورا په شپو ورځو کې    دامنیتی مسئلو په پلمه   دمصر په قاهرې کې  د  حضرت امام حسین  سپیڅلی مقام او جومات  تړل کیږی .

 دمصر  اوقافو  وزارت   د دغه اقدام دلیل ،  د اهل تشیع او  سلفیانو ترمینځ  د نښتې او  شخړې   دمخنیوی لپاره هڅه   بللی .

  په قاهرې کې د  حضرت امام حسین علیه السلام  د ویر او ماتم د دستورو     دترسره کیدا په وړاندې دمصر دحکومت  له خنډ جوړونو سره سره ،   د دغه سپیڅلی ځای  د دروازو د  پرانیستو  په تمه کې  د دغه  ځای ګیر چاپیره په سلګونو کسان  تر ساعتونو پورې  موجود وو او   په هماغه ځای کې ئې   د ویر اوماتم دستورې جوړې کړې .  

په یوه بل خبر کې  وئيل شوي ، دبحرین آل خلیفه رژيم هم  د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې  دحسیني  ویرجنو پر  دستورو یرغلونه کړي او  دغه راز ئې په کوڅو او سړکونو کې د  حسینی عاشورا اوتاسوعا په مناسبت  لګیدلي بورډونه هم  له مینځه وړي  او په لسګونو ویرجن   مسلمانان او  مداحان ئې هم نیولي دي  خو د بحرین  انقلابی ولس  هوډ کړی، چې  د  خپلې وینې تر وروستي سُسکي پورې به دامام   حسین علیه السلام   له عزادارۍ لاس په سر نشي ،