ملګري ملتونه باید اصلاح شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76842-ملګري_ملتونه_باید_اصلاح_شي
د ملایشیا وزیراعظم پرون د ملګرو ملتو په عمومي اسامبلۍ کښې په نړۍ کښې سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ګډوډي ته په اشارې سره، په دغه سازمان کښې د اساسي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 29, 2018 04:22 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه باید اصلاح شي

د ملایشیا وزیراعظم پرون د ملګرو ملتو په عمومي اسامبلۍ کښې په نړۍ کښې سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ګډوډي ته په اشارې سره، په دغه سازمان کښې د اساسي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

ایرنا لیکلي چې ماهاتیر محمد د فلسطینیانو خلاف د اسرائیلو په اقداماتو، د روهینګیا مسلمانانو په وژل کیدو، د بې وزلو هیوادونو خلاف د سوداګري بندونو او د نړیوالو قدرتونو په بې عدالتۍ او بې مسئولیتۍ نیوکه وکړه او وې ویل: نړۍ نن سبا له یو اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ګډوډي سره مخ ده.

ماهاتیر محمد په دې خبرې سره چې هیڅوک په نیواکي ټاټوبي کښې د اسرائیلو له خوا د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ته پاملرنه نه کوي، زیاته کړه: ځینو هیوادونو د اسرائیلي رژيم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په عمدي پيژندنې سره دغه رژیم ته انعام ورکړ.

هغه په ملګرو ملتو کښې موجودو د نړۍ مشرانو ته په خطاب کښې وویل. پریږدئ چې فلسطینیان خپل وطن ته ستانه شي.

د ملایشیا وزیراعظم همداشان په میانمار کښې د روهینګیا قام د مسلمانانو په ځپونکي حالت باندې په نیوکې سره وویل: په راخین صوبه کښې د مسلمانانو قتلِ عام روان دی.