اروپايي اتحادیه پر ایټمي موافقې ژمنه پاتې کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77047-اروپايي_اتحادیه_پر_ایټمي_موافقې_ژمنه_پاتې_کیږي
د اروپايي اتحادیې د کمیشن مشر پرون د آسټریا په پارلیمان کښې په برجام باندې د دغې اتحادیې پر پابندۍ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2018 04:28 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیه پر ایټمي موافقې ژمنه پاتې کیږي

د اروپايي اتحادیې د کمیشن مشر پرون د آسټریا په پارلیمان کښې په برجام باندې د دغې اتحادیې پر پابندۍ ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې جان کلوډ یونکر څرګنده کړه چې اروپایان باید پر خپلې ژمنې عمل وکړي.

د اروپايي شورا مشر ډونلډ ټسک هم تیره اونۍ په نیویارک کښې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې څرګنده کړه: تر څو پورې چې ایران په برجام پابند وي، اروپايي اتحادیه به پرې هم پابنده پاتې شي.

د ویلو ده چې له ایټمي موافقې څخه په یو اړخیزه توګه د امریکې  له وتلو وروسته بریتانیې،فرانسې، روسیې، چین، جرمني او اروپايي اتحادیې د دې نړیوالې موافقې د ګډونوالو په توګه د دغې موافقې ملاتړ اعلان کړی دی.