یو هندي چارواکي د جنسي رسوایۍ په وجه استعفا ورکړه
Oct 15, 2018 04:12 Asia/Kabul
د هندوستان د خارجه وزیر سلاکار په جنسي ځورونې له تورنیدو وروسته له خپل مقامه استعفا ورکړې ده.
د هندوستان یوشمیر ښځینه خبریالانو پر ایم، جی، اکبر تور لګولی کله چې هغه جنرلسټ او د دغه هیواد د یوشمیر غوره او مشهورو مطبوعاتو سرمنشي و، دوي یې په جنسي توګه ځورولې دي.
خبر زیاتوي چې ایم، جی، اکبر دغو تورونه ته هیڅ ډول ځواب نه دی ورکړی خو استعفا یې ورکړې ده.
د هند حکومت او د بهارتیا جنتا واکمن ګوند هم د دغو مطرح شویو تورونو په اړه هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه