دحسینی اربعّین لمانځل دنړۍپه وړاندې داهل بیّت دمینه والوداقتدارنښه ده
راپور ښئ دغه حسینی میلیونی مارچ دصفرې دمیاشتې په لومړۍ نیټه د عراق د ترټولو جنوبی بصرې ولایت له لیرې پراتې سیمې :راس البیشه : سیمې پیل شوی چې د کربلا په شپږ سوه کلومیټرۍ کې ده ، پیل شوی او دغه راز ورسره پلی نور مینه وال په لارو کوڅو او سړکونو کې یو ځای کیږی او ځانونه کربلا ته رسوی .
زمونږخبریال راپورراکړ دعراق دکربلا په لور له درستې نړۍ حسینی مینه وال په میلیونی مارچ کې د ګډون لپاره له درستۍ نړۍ په تیره بیا دعراق له ګوټ ګوټه روان دی او دلبیّک یاحسین ،لبیّک یا زینب په شعار سره خپله ولوله او پرتم نندارې ته وړاندې کوی .
راپور ښئ هغه موکبونه چې تر کربلا پورې په د رستو لارو کې د حسینی مینه والو لپاره لګول شوی او د حسینی عزادارو او دمیلیونی لاریون دګډون والو خدمت خپل یو ویاړ ګڼی ، نور هم په زیاتیدو دی او په تیره بیا له پرون ناوخت راهسې د کربلا او بغداد ترمینځ په لاره کې هلا بالزوار (یعنی ستړې مه شئ زیارتوالو) شعارونه پورته کیږی او دخپلو میلمنو هرکلی کوی.
راپورونه ښئ له د رستې نړۍ په دغه حسینی میلیونی مارچ کې دګډون لپاره مینه وال د عراق په لور روان دی او داسې کومه لاره یا سړک نشته چې د کربلا په لور تلونکی پکې د یاحسین یاحسین چغې پورته نه کړی . له پاکستان ، ایران ، افغانستان ، عربو هیوادونو اروپائی هیوادونو، امریکا او افریقائی هیوادونو په لکونو زیارتوال د کربلا په لور خوځیدلی دی او ځانونه د نجف اوکربلا ترمینځ په حسینی میلیونی مارچ کې دګډون لپاره رسوی .
راپور ښئ دغه حسینی میلیونی مارچ دصفرې دمیاشتې په لومړۍ نیټه د عراق د ترټولو جنوبی بصرې ولایت له لیرې پراتې سیمې :راس البیشه : سیمې پیل شوی چې د کربلا په شپږ سوه کلومیټرۍ کې ده ، پیل شوی او دغه راز ورسره پلی نور مینه وال په لارو کوڅو او سړکونو کې یو ځای کیږی او ځانونه کربلا ته رسوی .
دحسینی اربعیّن دګډون کونکو له پیاده روۍ سره په یو وخت د عراق پوځ، پولیس او امنیتی ځواک هم ځانګړی امنیتی تابیاوې غوره کړی او شپه ورځ د حسینی اربعّین د پلی مارچ دګډون کونکو د امنیت ساتل خپله اصلی دنده ګڼی .