دسوریې په اړه څلور اړخیزه غونډه پاې ته ورسیده
-
یوازې د سوریې خلک حق لري چې د خپل برخلیک په اړه فیصله وکړي .
زمونږخبریال وایی د روسیې د جرمنی ، د فرانسې او د ترکیې مشرانو دسوریې په باره کښې د استانبول د څلوراړخیزه غونډې له ختمیدا وروسته په یوه(۱) ګډ خبری کانفرنس کښې ګډون وکړ .
د ترکیې د فرانسې او د جرمنی د مشرانو په وینا کښې ګډ ټکی له قدرت څخه د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حذفولو له شرط څخه د درې واړو هیوادونو شاتګ وو .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دسوریې د حکومت دنسکورولو لپاره له ترهګرو له اوه(۷) کاله ناکامۍ وروسته وویل دا د سوریې خلک دی چې د ولسمشر بشار اسد راتلونکی به وټاکی .
د جرمنی صدراعظمې انکلا مرکل هم وویل باید فرصت ورکړل شی چې د سوریې خلک وکولای شی خپل برخلیک وټاکی .
د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون هم په دغه خبری ناسته کښې وویل دا مونږ نه یوو چې دسوریې د راتلونکی سیاسی جوړښت په اړه فیصله وکړو بلکې د سوریې خلک باید دغه کار ترسره کړی .
ماکرون په دې خبرې سره چې په سوریې کښې یو(۱) خپلواکه حکومت شته وویل باید ددغه حکومت درنښت وشی .
دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ټینګار وکړ یوازې د سوریې خلک حق لری چې د خپل برخلیک په اړه فیصله وکړی .
ترکیې او لویدیځو هیوادونو مخکې په ځلونو له واک څخه دسوریې د ولسمشر بشار اسد د لیرې کیدا پرضرورت ټینګار کاوه .
دسوریې ولسمشر بشار اسد په هیواد کښې د امریکا او د عربو او د لویدیځو هیوادونو له ملاتړ وړ ترهګرو سره په مبارزې کښې اساسی رول لوبوی .
دسوریې په اړه د استنبول څلوراړخیزه غونډه پرون دیوې (۱)بیانیې په خپرولو سره ختمه شوه .
په دغه بیانیې کښې دسوریې د سیاسی پیوستون او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو او داساسی قانون د کمیټۍ په جوړولو ټینګار شوی دی .