د خاشقجی وژله د امریکا د اخلاقی ځوړتیا نښه ده
Oct 28, 2018 02:48 Asia/Kabul
-
د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ډونالډ ټرمپ درسیدا له وخت راهسې ددغه هیواد دسیاسي اقدام اخلاقي معیارونه ډیر ټیټ شوی دی .
زمونږ خبریال وایی د اسپانیا ال پائیس ورځپاڼې راپور ورکړ ددغه هیواد ډیپلوماټ او لیکوال فرنانډو شوارټز ویلی دی د سعودی عربستان دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی وژله د امریکا د سپینې ماڼۍ اخلاق زوال ایشوا کوی او د دې ښودنه کوی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ازادۍ دفاع پریښودلی ده .
داسپانیا ال پائیس ورځپاڼې زیاته کړه د جمال خاشقجی وژله چې څو اونۍ مخکې په ترکیې د عربستان په کنسولګرۍ کښې ووژل شول یوازې په کافی اندازه د سعودی عربستان پیژندګلوۍ نه په توګه کوی بلکې د امریکا د سپینې ماڼۍ داخلاقی دړې وړې کیدا بیانوی .
داسپانیا دغه ورځپاڼې زیاته کړه دامریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ډونالډ ټرمپ درسیدا له وخت راهسې ددغه هیواد دسیاسی اقدام اخلاقی معیارونه ډیر ټیټ شوی دی .
ټیګونه