ډونالډ ټرمپ وایی عربستان ځان ته دوکه ورکړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77783-ډونالډ_ټرمپ_وایی_عربستان_ځان_ته_دوکه_ورکړی_ده
زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې په موضوع کښې ما ته دوکه رانکړه بلکې ځان یې غولولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2018 10:00 Asia/Kabul
  •  د جمال خاشقجي دوژلې په اړه ما ته دوکه نه ده راکړي بلکې ځان ته یې دوکه ورکړي ده .
    د جمال خاشقجي دوژلې په اړه ما ته دوکه نه ده راکړي بلکې ځان ته یې دوکه ورکړي ده .

زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې په موضوع کښې ما ته دوکه رانکړه بلکې ځان یې غولولی دی .

ټرمپ نن سهار له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل سعودی عربستان د جمال خاشقجی دوژلې په اړه ما ته دوکه نه ده راکړی بلکې ځان ته یې دوکه ورکړی ده او وبه ګورو چې خبره کوم ځای ته  رسیږی  .

دغه راز سی این این ټیلی ویژن وویل ولسمشر ټرمپ له خپلو څرګندونو سره سره د عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې د پیښې په پایلو غوسه دی او داسې احساس کوی چې سعودی عربستان ورسره خیانت کړی دی .

سی این این ټیلی ویژن زیاته کړه دامریکا ولسمشر ټرمپ  په دې خبره چې د جمال خاشقجی د وژلې مسله سبب شوی ده چې دې او دهغه زوم جیراډ کوشنر د سعودی عربستان په وړاندې کمزوری وبریښی خپه دی .

دغه ټیلی ویژن زیاته کړه د خبریال جمال خاشقجی له بې درکه کیدا راهسې دهغه  د برخلیک په اړه د سعودی عربستان دچارواکو دریځونه په ځلونوبدل شوی دی .