دحضرت امام رضاعلیه السلام دشهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77984-دحضرت_امام_رضاعلیه_السلام_دشهادت_دکلیزې_په_مناسبت_تسلیّت_ومنئ
دتهران ریډیو درست کارکونکی هم په دې مناسبت داهل بیت علیهم ا لسلام درستو مینه والو په تیره تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 08, 2018 09:14 Asia/Kabul
  • دحضرت امام رضاعلیه السلام دشهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

دتهران ریډیو درست کارکونکی هم په دې مناسبت داهل بیت علیهم ا لسلام درستو مینه والو په تیره تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی

 د  امامت او ولایت د آسمان  د اتم ځلانده ستوری حضرت امام علی ابن موسی رضا  دشهادت  دکلیزې په مناسبت په درستې نړۍ په تیره بیا په درسا اسلامی ایران کې د ویر او ماتم دستورې جوړې دی او   داهل بیت علیهم  السلام مینه وال  خپل زړونه د هغوی بزرګوارانو  له سیرته خړوبه کوی .

 دحضرت امام رضا علیه السلام په سپیڅلی حرم کې  په میلیونونو    عزادار غونډ شوی څو  له خپل  امام بزرګوار سره  خپل عشق او محبت نندارې ته وړاندې کړی ،  همداراز د ایران په زیاترو ښارونو ،ښارګیو او کلو کې  په تیره بیا د  حضرت  بی بی معصومه سلام ا... علیها  په  سپیڅلی حرم کې  هم  د ویر اوغم دستورې جوړې شوی او په لکونو مینه وال  ویر  او ماتم کوی .  همداراز  په مشهد او قم کې  په میلیونونو عزادار د :یارضا ،یارضا  چغې پورته کوی  او  په ویر او ماتم او نمناکو سترګو سره   له  مهربان  امام سره خپله مینه نندارې ته وړاندې کوی .

  دتهران ریډیو درست کارکونکی هم په دې مناسبت داهل بیت  علیهم ا لسلام درستو مینه والو په تیره تاسو خوږو  دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی