د حضرت امام مهدي(عج) د امامت او ولایت د پیلیدو د کلیزې مبارکي ومنئ
د دوه سوه شپیتم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په نهمه نیټه، د امام حسن عسکری (ع) له شهادت وروسته د حضرت مهدی (عج) د امامت لومړنی ورځ پیل شوه.
حضرت امام مهدي(عج) د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په لمسیانو کښې د حضرت امام حسن عسکری (ع) زوی دی. د دوه سوه شپیتم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په اتمه نیټه د نړۍ د مسلمانانو د یوولسم معصوم امام حضرت حسن عسکري علیه السلام له شهادت وروسته د هغوي قدرمن زوي امام مهدي د خلکو د هدایت لپاره د امامت او ولایت درندو مسئولیت په غاړه واخیسته.
حضرت امام مهدی (ع) د خدای تعالی(ج) په حکم د خلکو له سترګو پناه شو او تر درې سوه اته ویشتم قمری کاله پورې یې د خپلو خاصو نایبانو له لارې له خلکو سره اړیکه درلودله چې دې پړاو ته (غیبت صغرا) ویل کیږی.
خو له هغه وروسته (غیبت کبرا) پیل شو چې پکښې امام زمان علیه السلام د ځان لپاره کوم خاص ځائ ناستی نه دی ټاکلی او د هغوي د سپارښتنې له مخې، اسلام پیژاندي، تقوا داره او په زمانې خبر او پوهه فقیهان د امام زمان علیه السلام عام ځای ناستي ګڼل کیږي.
د ډیرو معتبرو حدیثونو له مخې هغه حضرت به د خپلو خاصو ملګرو په مرسته په هغه وخت کښې چې ظلم او بې انصافي خپل تر ټولو لوړ حد ته ورسیږی، د اسلام د نړیوال حکومت د ټینګولو لپاره به پاڅون وکړي او په ټوله دنیا کښې به عدل او انصاف راولي.
نو د امام زمان علیه السلام د ظهور په هیله، تاسو ټولو ته د هغه حضرت د امامت د پيلیدو د کلیزې مبارکي وایو.