د جمو او کشمير په نښتو کښې څلور تنه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78427-د_جمو_او_کشمير_په_نښتو_کښې_څلور_تنه_ووژل_شول
هندي فوځيانو د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې څلور کشميريان ووژل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2018 10:02 Asia/Kabul
  • د جمو او کشمير په نښتو کښې څلور تنه ووژل شول

هندي فوځيانو د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې څلور کشميريان ووژل.

د هندي سرچينو په نقل سره زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه کسان نن د کشمير په کولګام سيمه کښې ووژل شول.

د دغه رپوټ له مخې د کولګام سيمې حالات د هند د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

د هند ترکنټرول لاندې د کشمير حالات د ۲۰۱۶ کال د جولائۍ له شپږې نېټې راهسې د هندي ځواکونو په لاسو د حزب المجاهدين د قوماندان برهان مظفر واني په وژلې سره تريخجن شوي دي په دغه موده کښې د هندي ځواکونو د حملو له کبله په سلګونو کشميري احتجاج کونکي وژل شوي او په زرګونو نور  ژوبل شوي يا نيول شوي دي.