امریکا په عمل کښې له سوریې وتل ثابت کړی
-
د واشنګټن پوځي لاسوهنو د سوریې ، د عراق او دافغانستان حالات کړکیچن کړي دي .
زمونږ خبریال وایی د روسیې د ولسی جرګې دوما دنړیوالې کمیټۍ مشر لئونید اسلوتسکی (Leonid Slutsky) له سوریې د امریکا د عسکرو د ایستلو لپاره د ولسمشر ټرمپ حکم ته په غبرګون کښې وویل د امریکا حکومت باید له سوریې د واشنګټن د عسکرو د ایستلو ادعا په عمل کښې ثابته کړی .
هغه وویل اوس نوبت دی چې امریکا په عمل کښې دغه خبره ثابته کړی .
د روسیې دغه چارواکی وویل له سوریې څخه دامریکا دعسکرو وتل په دغه هیواد کښې د سیاسی حالاتو له تثبیت او د کړکیچ له حل سره مرسته کوی .
د روسیې د ولسی جرګې دوما دنړیوالې کمیټۍ مشر لئونید اسلوتسکی ډاګینه کړه د واشنګټن پوځی لاسوهنو د سوریې ، د عراق او دافغانستان حالات کړکیچن کړی دی .
امریکا د داعش په شمول له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیر قانونی ډول او دسوریې دحکومت له اجازې پرته په دغه هیواد کښې پوځی شتون لرلی دی .