په انډونیشیا کښې سونامي څلویښت زره کسان کډه په سر کړل
د انډونیشیا له طبیعي پيښو سره د مقابلې ادارې په نویو احصائیو کښې وویل چې په دغه هیواد کښې راغلې سونامي په وجه له څلویښتو زرو زیات کسان بې کوره شوي دي.
ایرنا لیکلي چې د انډونیشیا له قدرتي یا طبیعي پيښو سره د مقابلې ادارې پرون په دغه هیواد کښې د سونامي د راتلو په شپږمه ورځ د یو رپورټ په وړاندې کولو سره د سونامي ځپلې سیمې حالت خراب وباله او ویې ویل: په دې پيښې کښې ۴۳۰ کسان مړه شوي او اوو زره نور زخمي شوي دي.
د تیرې یکشنبې په سهار له سوندا اوبلارې څخه د راپورته شوې سونامي په پیښه کښې لسګونو کسان لاهم بې درکه دي.
له دې مخکښې د روان کال د ستمبر په اتویشتمه نیټه د انډونیشیا د شمال په سولا وِسي جزیره کښې د راغلې زلزلې او سونامي له امله ۲ زره او ۲ سوه کسان مړه او زر تنه بې درکه شوي او زرګونه نور بې کوره شوي وو.