دحضرت فاطمةالزهرا(س)دشهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت وایو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80215-دحضرت_فاطمةالزهرا(س)دشهادت_دکلیزې_په_مناسبت_تسلیّت_وایو
دجمادی الثانی دریمه نیټه د اسلام دګران پیغمبر دګرانې لور حضرت فاطمةالزهرا سلام ا...علیها دشهات له کلیزې سره برابره ده او دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی هم په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2019 01:50 Asia/Kabul
  • دحضرت فاطمةالزهرا(س)دشهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت وایو

دجمادی الثانی دریمه نیټه د اسلام دګران پیغمبر دګرانې لور حضرت فاطمةالزهرا سلام ا...علیها دشهات له کلیزې سره برابره ده او دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی هم په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .

د اسلام د ګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی(ص) دګرانې لور حضرت فاطمةالزهرا سلام ا...علیها د شهادت دکلیزې په مناسبت  درست  پتمن انسانان په تیره بیا د اهل بیت علیهم السلام  مینه وال  ویرجن دی  او  په  دې مناسبت  دتهران په  امام خمینی  امامباړې کې  داسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  په شتون سره د ویر  دستورې جوړې شوې

Image Caption

  دحضرت فاطمةالزهرا  دشهادت په شپه   داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په شتون سره  د زرګونو فاطمیونو   دویر  او ماتم دستورې جوړې شوی او دغه راز   دایران داسلامی  جمهوریت پشمول   د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  په دې مناسبت  د ویر دستورې جوړیږی  او  وینا وال د  اهل بیت علیهم السلام په تیره بیا دحضرت فاطمة الزهرا  په سیرت رڼا اچوی او مینه وال هم خپل زړونه د اهل بیت علیهم السلام   له سیرته په خبریدا سره خړوبوی .  

Image Caption

په دغه شان دستورو کې ویناوال   دحضرت فاطمة الزهرا  ژوند  چې  دصبر ، زغم او ساده ژوند او قناعت  بیلګه ده ،  بیانوی  او روښانه کوی ، چې  که ټولنه   دحق په لاره کې استقامت وکړی ، نو د خداوندمتعال  له نعمتونو به برخمن شی .