د ایران پرضد د وارسا دغونډې سخته ماتی :-
-
اکثره هیوادونه ، شخصیتونه او رسنۍ د وارسا غونډې ته په غبرګون کښې هغه ماتي خوړلی کانفرنس ګڼي .
د پولینډ په پلازمینې وارسا (Warsaw)کښې د دوه(۲) ورځې غونډې په ختمیدا سره کابو ټول غبرګونونه چې ددغه غونډې په هکله وشول نوموړی غونډه ماتی خوړلی او دامریکا څنګ ته کیدل پیاوړی کیدل ګڼی .
د پولینډ پلازمینه وارسا په تیرې چهارشنبې او پنجشبې ورځو په مینځنی ختیځ کښې د سولې او د امنیت دراتلونکی په نوم سره د یوې (۱)غونډې کوربه وه .
په داسې حال کښې چې لومړۍ ټاکل شوی وه د وارسا دوه(۲) ورځنۍ غونډه د ایران پرضد وی خو حتی ددغه غونډې په پاییزې بیانیې کښې د ایران نوم ته هم کومه اشاره ونشوه .
امریکا د اویا(۷۰) هیوادونو خارجه وزیران د وارسا په غونډې کښې ګډون ته وربللی وو خو د اروپایی اتحادیې په شمول اکثرو هیوادونو یا په دغه غونډې کښې ګډون کول رد کړل یا یې په ټیټه سویه ګډون وکړ .
اکثره هیوادونه ، شخصیتونه او رسنۍ د وارسا غونډې ته په غبرګون کښې هغه ماتی خوړلی کانفرنس ګڼی .
په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمی استازی واسیلی نبنزیا د وارسا غونډه ارزښت نلرونکی وبلله او ویې ویل روسیې د وارسا په بې ارزښته غونډې کښې چې د ایران پرضد یوه(۱) غونډه وه ګډون ونکړ .
دامریکا اسټراټفور (Stratfor) دفکر کوټې په یوه(۱) راپور کښې وویل د وارسا غونډې د سپینې ماڼۍ لپاره هیڅ نتیجه نلرله او دغه غونډه د مینځنی ختیځ ته په اړونده مسائیلو کښې د نظر د یووالی او دپیوستون دپیاوړی کولو پرځاې د امریکا او دهغې دمتحدانو ترمینځ د نظر په اختلاف ټینګار وو .
دچین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې هم د وارسا غونډه د ماتی خوړلی کانفرنس په توګه یاد کړ او ویې ولیکل د چین کارپیژاندی باوری دی دا د امریکا دولسمشر ټرمپ لپاره یو ستر درس کیدلای شی چې د ایران په هکله په خپلو غلیمانه سیاستونو کښې بیا کتنه وکړی .
دقطر الجزیرې ټیلی ویژن هم په یوې (۱)شننې کښې ولیکل د وارسا په غونډې کښې د کم شمیر هیوادونو ګډون ددې ښودنه کوی کله چې موضوع له فلسطین او ایران سره اړوندیږی نو ډیر هیوادونه په داسې غونډو کښې ګډون کولو ته تیار نه دی .
ددغه راپور په دوام کښې راغلی دی دا چاره د ایران او د فلسطین پرضد د سیاستونو په غوره کولو کښې دامریکا دحکومت دڅنګ ته کیدا نښه ده .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په یوه (۱) راپور کښې د وارسا په غونډې کښې د لویدیځو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو نه ګډون د ایران په هکله د امریکا او د هغې داروپایی متحدانو ترمینځ د اختلاف نښه وبلله .
دلبنان المیادین ټیلی ویژن هم د وارسا دغونډې په هکله وویل له هغو سیاسی امتیازونو سره سره چې سپینې ماڼۍ اروپایی هیوادونو ته ورکړل واشنګټن ونه توانید د اروپا مشران د وارسا په غونډې کښې ګډون ته راضی کړی او فرانسې ، جرمنی او اروپایی اتحادیې په دغه غونډې کښې له ګډون کولو ډډه وکړه .
دامریکا پولیټیکو(Politico) اینټرنیټ پاڼې هم په یوه() راپور کښې د وارسا دغونډې په ماتی د اعتراف په ترڅ کښې ټینګار وکړ ټاکل شوی وه چې د وارسا غونډه د واشنګټن څنګ ته کیدل پیکه وښی خو اپوټه دغه غونډې د امریکا زیات څنګ ته کیدل نندرې ته وړاندې کړل .