موبایل ټیلي فون څرنګه شخصي معلومات خپروي؟
داینډرویډز رنګ په رنګ او ګړندۍ دنیا تاسو ته ټیکنالوژۍ معرفي کوي خو ورسره دتاسو شخصي معلومات ، تصویرونه ، دتماس لمبر او حتی د تاسو دلوکیشن (LOCATION)یعني دوسیدو دځاې په باره کښې هم معلومات خپروي
زمونږ خبریال وايي داینډرویډز رنګ په رنګ او ګړندۍ دنیا تاسو ته ټیکنالوژۍ معرفي کوي خو ورسره دتاسو شخصي معلومات ، تصویرونه ، دتماس لمبر
او حتی د تاسو دلوکیشن (LOCATION)یعني دوسیدو دځاې په باره کښې هم معلومات خپروي .
دامریکا د ماساچوسټ انستي ټیوټ اف ټیکنالوژۍ ، دهارورډ پوهنتون او د کارنیګي میلن پوهنتون محققانو د موبایلي ټیلي فونونو په یوسل لسو (110)ایپلیکیشنز(APPLICATIONS) باندې غور ورکړ او ویې لیدل چې د اینډرویډ (ANDROID)درې اویا فیصده ایپلیکیشنز(APPLICATIONS)
دخپلو کاهګانو بریښنا لیکونه او ادرسونه له نورو سره شریک کوي .
دغه راز درې څلویښت فیصده ایپلیکیشنز(APPLICATIONS) داسې دي چې دموبایل ټیلي فون دلرونکي کس د ځای یعني لوکیشن(LOCATION) په هکله معلومات شریک کوي