داسې کوم خواړه چې سړی سل کاله ژوند کولای شئ ؟
جیمي اولیور وايي که چیرې په اونۍ کښې دوه ورځې سره غوښه وخوړل شي او دورځې په لومړیو ساعتونو کښې کیلوریز د خپل خوراک برخه وګرځوئ نو انسان صحتمند پاتې کیږي .
زمونږ خبریال وايي په دنیا کښې هر یو سړی د عزت ، پیسو ،شهرت او دښه صحت د لرلو ارزو کوي او که چیرې کوم سړي ته له خپلو خواهشاتو سره سم دغه درې (۳)شیان ملاو نشي نو دومره هم ممکنه ده چې له روغتیا ډک ژوند وکړي .
ځکه چې له روغتیا ډک ژوند تیرول دسړي په اختیار کښې دی .
ددنیا مشهور ډوډۍ پخونکي جیمي اولیور تر میاشتو میاشتو پورې دسفر په کولو سره د خوراک یو فهرست تیار کړی دی .
هغه ددغه خوراک په هکله وايي که چیرې دغه خواړه هره ورځ استعمال شي نو تاسو به له خپل اوږده او له روغتیا ډک ژوند ډیر خوند واخلئ .
جیمي اولیور وايي که چیرې په اونۍ کښې دوه ورځې سره غوښه وخوړل شي او دورځې په لومړیو ساعتونو کښې کیلوریز د خپل خوراک برخه وګرځوئ
نو انسان صحتمند پاتې کیږي .
جیمي اولیور چې دخوراک کوم فهرست تیار کړی دی په هغه کښې هګۍ ، د پسه غوښه ، شیدې ، کب، سبزیانې، غوزان ، تازه میوې ، ځنګي وریژې ، اوږه ، میګو یعني سمندري شریمپ او مرچک شامل دي