دخپه پلارانو ماشومان هم خپه وی خو ولې ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80669-دخپه_پلارانو_ماشومان_هم_خپه_وی_خو_ولې
په ایمسټرډم کښې په یوه تحقیق کښې معلومه شوی ده دهغو کسانو چې په روانی یا نفسیاتی ناروغۍ اخته وی ماشومان له ډوډۍ خوړلوسره زیاته مینه او دلچسپی نلری او دغه چاره له ماشومتوب څخه دبچیانو په ژوند اغیز لری
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2019 10:44 Asia/Kabul
  • دخپه پلارانو ماشومان هم  خپه وی خو ولې ؟

په ایمسټرډم کښې په یوه تحقیق کښې معلومه شوی ده دهغو کسانو چې په روانی یا نفسیاتی ناروغۍ اخته وی ماشومان له ډوډۍ خوړلوسره زیاته مینه او دلچسپی نلری او دغه چاره له ماشومتوب څخه دبچیانو په ژوند اغیز لری

دهغو کسانو چې په روانی یا نفسیاتی ناروغه اخته وی بچیان له ډوډۍ خوړلو سره زیاته دلچسپی نلری او د ډوډۍ په هکله ډیرې نخرې کوی .

په ایمسټرډم کښې په یوه تحقیق کښې معلومه شوی ده دهغو کسانو چې په روانی یا نفسیاتی ناروغۍ اخته وی ماشومان له ډوډۍ خوړلوسره زیاته مینه او

Image Caption

 

دلچسپی نلری او دغه چاره له ماشومتوب څخه دبچیانو په ژوند اغیز لری .

که څه هم ماشومان دغه عادت لری چې ځینې خاص یا مخصوص خواړه او ډوډۍ نه خوری خو په یوه نوی تحقیق کښې له ګډون کونکو میندو او پلارانو سره مرکې وشوې او سروې(SURVEY) ترسره شوی نو معلومه شوه داکثره کوچنیو ماشومانو رویه او روده دخپلو میندو او پلارانو په شان وه یعنی دخوشحاله میندو او پلارانو ماشومان خوشحاله او د خپه میندو او پلارانو ماشومان خپه وو او ددغه چارې ترټولو ستر اغیز دماشومانو په ډوډۍ خوړلو کښې و لیدل شو .

محققانو وویل ماشومان دومره حساس وی چې دخپلو میندو او پلارانو معمولی خپګان یا ډیپریشن(DEPRESSION) او ذهنی پریشانۍ(MENTAL TENSION) احساس کوی او خپل غبرګون د ډوډۍ خوړلو په وخت څرګندوی .

محققانو میندو او پلارانو ته مشوره ورکړی ده چې هغوې خپل منفی جذبات دخپلو ماشومانو په وړاندې مه څرګندوی .