د هند په هوائي ډګرونو کښې امنتي تدابير سخت کړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80706-د_هند_په_هوائي_ډګرونو_کښې_امنتي_تدابير_سخت_کړې_شول
د هند حکومت د دغه هېواد او پاکستان ترمېنځ له وروستي تاوتريخوالي وروسته او د هولي مذهبي – ملي جشن په درشل کښې له نن څخه د دغه هېواد په هوائي ډګرونو کښې امنيت تدابير سخت کړې شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2019 09:39 Asia/Kabul
  • د هند په هوائي ډګرونو کښې امنتي تدابير سخت کړې شول

د هند حکومت د دغه هېواد او پاکستان ترمېنځ له وروستي تاوتريخوالي وروسته او د هولي مذهبي – ملي جشن په درشل کښې له نن څخه د دغه هېواد په هوائي ډګرونو کښې امنيت تدابير سخت کړې شول.

د ايرنا د رپوټ له مخې د هند حکومت له ټولو هوائي ډګرونو ادو د هوائي چلند له شرکتونو غوښتي دي، د مسافرانو د امنيت د ساتنې لپاره دې سخت امنيتي تدابير غوره کړي.

د هند د حکومت د بيانيې له مخې حکومت فېصله کړې چې د دغه هېواد مسافران د پسرلي په تعطيلاتو کښې چې په مۍ مياشت کښې د دغه هېواد له عامه انتخاباتو نه مخکښې کيږي امنه سفرونه ولري.