د فرانسې خارجه وزارت: پېرس د برجام په اجرا ژمن دے
د فرانسې خارجه وزرات پرون په واشنګټن کښې د دغه هېواد د سفير د جنجالي ټوئيټونو په ردعمل کښې وويل، پېرس د برجام اېټمي موافقې په اجرا ژمن دے.
د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د فرانسې خارجه وزارت د دې په بيانولو سره چې برجام اېټمي موافقه په 2231 پرېکړليک کښې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا لخوا تائيد شوے دے واضحه کړه: دغه نړيواله موافقهد نړۍ د ثبات ساتنې لپاره لازمي ده.
په امريکه کښې د فرانسې سفير د تېر ايتوار په شپه په خپله ټوئيټر پاڼه کښې ادعا کړې وه چې ايران د برجام اېټمي موافقې له لاسليکولو وروسته د يورانيمو پخولو اجازه نه لري.
ژرارډ آورد همدا رنګ ادعا کړې وه چې ايران مجبور دے چې د اېن پي ټي معاهدې او الحاقي پروټوکول له مخې په سختو څارونکو حالاتو کښې ثابته کړي چې اېټمي فعاليتونه يې صلح ايز دي.
په امريکه کښې د فرانسې د سفير دغه بحث راپارونکي ټوئيټونه دايران د خارجه وزارت له پرېکنده ردعمل سره مخامخ شول.
په امريکه کښې د فرانسې د سفير دغه څرګندونې همدارنګ د دې سبب شوې په تهران کښې د فرانسې نوےسفير فېلېپ تائي بو وړمه ورځ د ايران خارجه وزارت ته احضار کړے شي. د ايران لخوا د سخت له ردعمله وروسته ژرارډ آروډ وړمه شپه د برجام او د ايران د يورينيمو د پخولو په اړه له ټوئيټر پاڼې څخه خپلې هزيان وينې پاکې کړې.