لویدیځې هیوادونه دترهګرو ډلو ملاتړ کوی
May 09, 2019 00:48 Asia/Kabul
-
ترهګرې ډلې په سوریې او دنړۍ په نورو سیمو کښې خپلو حملو ته دوام ورکولی شي .
زمونږ خبریال وایی د لبنان دبهرنیو چارو وزیر جبران باسیل پرون په بیروت کښې د هنګری هیواد له خارجه وزیر پیټر سیارټو سره په کتنې کښې په نړۍ کښې د ترهګرو بریدونو خطر ته په اشارې سره ټینګار وکړ ترهګرې ډلې اوس هم دخپلو فعالیتونو لپاره د سترو قدرتونو او موسسو له ملاتړه برخورې دی .
هغه په نړۍ کښې د ترهګرو حملو خطر او په سریلانکا کښې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل داعش ، جبهه النصره او القاعده ترهګرې ډلې تراوسه له مینځه نه دی تللی او هغوې په سوریې کښې شته .
د لبنان خارجه وزیر جبران باسیل وویل دغه ترهګرې ډلې اوس هم د فعالیت لپاره ځایونه لری او په سوریې او دنړۍ په نورو سیمو کښې خپلو حملو ته دوام ورکولی شی .
ټیګونه