د هند واکمن ګوند د پارلمان زیاتې څوکې ګټلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82356-د_هند_واکمن_ګوند_د_پارلمان_زیاتې_څوکې_ګټلی_دی
فارس خبری اژانس وایی دهندوستان د واکمن بی جی پی ګوند تر مشرۍ لاندې ائتلاف نیشل ډیموکراټیک الاینس د پارلمان له پینځه سوه دوه څلویښت(۵۴۲) څوکیو څخه درې سوه نهه څلویښت(۳۴۹) څوکۍ وګټلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2019 00:09 Asia/Kabul
  • د هند دکانګرس ګوند مشر راهول ګاندي پرون د پارلمان په انتخاباتو کښې خپله ماتي ومنله .
    د هند دکانګرس ګوند مشر راهول ګاندي پرون د پارلمان په انتخاباتو کښې خپله ماتي ومنله .

فارس خبری اژانس وایی دهندوستان د واکمن بی جی پی ګوند تر مشرۍ لاندې ائتلاف نیشل ډیموکراټیک الاینس د پارلمان له پینځه سوه دوه څلویښت(۵۴۲) څوکیو څخه درې سوه نهه څلویښت(۳۴۹) څوکۍ وګټلې .

د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی پرون د پارلمان په انتخاباتو کښې دخپل ګوند دبریالیتوب کتونکی وو او بی جی پی ګوند وتوانید د پارلمان له نیمایی څخه زیاتې څوکې وګټی .

د هندوستان واکمن بی جی پی ګوند د۲۰۱۴ میلادی کال په انتخاباتو کښې هم دوه سوه دوه اتیا(۲۸۲) څوکۍ ترلاسه کړی وې .

له ۱۹۸۴ میلادی کال راپدیخوا تراوسه دهندوستان  هیڅ سیاسی ګوند نه دی توانیدلی د پرله پسې دوهم (۲) ځل لپاره د پارلمان اکثره څوکۍ وګټی .

د هندوستان د پارلمان په انتخاباتو کښې کانګرس ګوند تر مشرۍ لاندې ائتلاف یونایټیډ پراګریسو الاینس هم د دوه اتیا (۸۲)څوکیو په ګټلو سره په دوهم لمبر کښې ورغلی دی .

د هند دکانګرس ګوند مشر راهول ګاندی پرون د پارلمان په انتخاباتو کښې خپله ماتی ومنله او زیاته یې کړه دهیواد خلکو فیصله وکړه چې ناریندرا مودی لومړی وزیر شی او زه به دخلکو ددغه نظر احترام وکړم .