هند ۵۰۰ کلوګرامه بم ازمویلی دی
May 25, 2019 23:15 Asia/Kabul
-
د پینځه سوه(۵۰۰) کلوګرامه بم ازمویل د پاکستان وروستۍ توغندوی ازموینې ته د نوی ډیلی ځواب ورکول دي .
ایرنا خبری اژانس وایی دهند دفاع وزارت وویل ددغه هیواد دفاعی تحقیق او پراختیا ادارې پینځه سوه(۵۰۰)کلوګرامه هدایت شوی بم په بریالیتوب سره ازمویلی دی .
د هند دفاع وزارت وویل دغه پراختیا موندلی بم چې د اټومی خولۍ د وړلو توان لری د سوخوی (Sukhoi)جنګی الوتکې لخوا په راجستان صوبې کښې غورځول شوی او په ټاکل شوی هدفونو لګیدلی دی .
ځینو رسنیو د هند د دفاع وزارت لخوا د پینځه سوه(۵۰۰) کلوګرامه بم ازمویل د پاکستان وروستۍ توغندوی ازموینې ته د نوی ډیلی ځواب ورکول ګڼی .
ټیګونه