دهند لومړی وزیر دمی په ۳۰ نیټه سوګند پورته کوی
May 26, 2019 00:42 Asia/Kabul
-
دهندوستان خلکو په مونږ اعتماد کړی دی او مونږ به دهغوې دغوښتنو د پوره کولو هڅه وکړو .
زمونږ خبریال وایی د هندوستان واکمن ائتلاف نیشنل ډیموکراټیک الائنس (National Democratic Alliance ) یوځل بیا اوسنی لومړی وزیر ناریندرا مودی د دغه څوکۍ لپاره انتخاب کړی دی .
د هند لومړۍ وزیر ناریندرا مودی به د می د میاشتې په دیرشمه (۳۰) نیټه لوړه وکړی .
د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د پارلمان غونډې ته په وینا کښې وویل په هیواد کښې جمهوریت شعور ته رسیدلی دی .
هغه وویل دهندوستان خلکو په مونږ اعتماد کړی دی او مونږ به دهغوې دغوښتنو د پوره کولو هڅه وکړو .
د هندوستان دلومړی وزیر ناریندرا مودی بی جی پی سیاسی ګوند د ولسی جرګې یعنی لوک سبها(Lok Sabha) په انتخاباتو کښې څه دپاسه درې سوه (۳۰۰) څوکې ګټلی دی او په یوازې ځان دحکومت دجوړولو جوګه دی .
ټیګونه