د فرانسې پولیسو ۶۴ مظاهره چیان ونیول
-
دفرانسې بیلابیل ښارونه په تیره بیا پلازمینه پاریس له تیر میلادي کال راهسې د حکومت دسیاستونو پرضد د ولسي مظاهرو ډکر دی .
مهر خبری اژانس وایی د فرانسې د حکومت په سیاستونو د اعتراض کونکو د پرله پسې اوویشتمې (۶۴)اونۍ په مظاهرو کښې پولیسو د زیړو جیکټونو څلورشپیته (۶۴) غړی ونیول .
د پاریس پولیسو دغه راز له زیړ جیکټو سره په چلند کښې د پلازمینې په بیلابیلو سیمو کښې له مرمیو او اوښلن ګازونو استفاده وکړه .
اعتراضونه لومړۍ د فرانسې د ولسمشر امانوئل په اقتصادی سیاستونو په تیره بیا په مالیاتو او د سونګو د بیو زیاتولو ته په غبرګون کښې پیل شول خو په چټکۍ سره یې سیاسی بڼه خپله کړه .
دفرانسې اعتراض کونکی چې ځانونو ته زیړ جیکټی وایی د ولسمشر ماکرون سیاستونه په ښاریزو ددباونو دزیاتیدا سبب بولی او دهغه څنګ ته کیدا غوښتنه کوی .
دفرانسې په څلورو(۱) کښې درې(۱) برخې خلک د ولسمشر امانوئل ماکرون په سیاستونو خپه دی .
دفرانسې بیلابیل ښارونه په تیره بیا پلازمینه پاریس له تیر میلادی کال راهسې د حکومت دسیاستونو پرضد د ولسی مظاهرو ډکر دی .