هند دپاکستان لومړی وزیر نه دی وربللی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82451-هند_دپاکستان_لومړی_وزیر_نه_دی_وربللی
زمونږ خبریال وایی د هندوستان د خارجه وزارت دوو(۲) سرچینو وویل نوی ډیلی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د لومړي وزیر ناریندرا مودي دلوړې مراسمو ته نه وربولی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2019 01:44 Asia/Kabul
  • هندوستان د نیپال د بنګلادیش  د میانمار د سري لنکا د تايي لینډ او دبوټان هیوادونو مشرانو ته د لوړې په مراسمو کښې د ګډون بلنه ورکړي ده .
    هندوستان د نیپال د بنګلادیش د میانمار د سري لنکا د تايي لینډ او دبوټان هیوادونو مشرانو ته د لوړې په مراسمو کښې د ګډون بلنه ورکړي ده .

زمونږ خبریال وایی د هندوستان د خارجه وزارت دوو(۲) سرچینو وویل نوی ډیلی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د لومړي وزیر ناریندرا مودي دلوړې مراسمو ته نه وربولی .

د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی په راتلونکی پنجشنبې ورځ د دوهم(۲) ځل لپاره د انتخاباتو دګټلو په وجه د لومړی وزیر په توګه لوړه کوی .

هندوستان د نیپال د بنګلادیش  د میانمار د سری لنکا د تایی لینډ او دبوټان هیوادونو مشرانو ته د لوړې په مراسمو کښې د ګډون بلنه ورکړی ده .

دغه راز د قیرغیزستان او د موریتانیا حکومتی چارواکی هم دغومراسمو ته وربلل شوی دی .

د هندوستان خارجه وزارت وویل پاکستان ته د لومړی وزیر ناریندرا مودی دلوړې په مراسمو کښې دګډون بلنه نه ده ورکړل شوی خو نور جزیات یې ورنکړل .