د فلسطین له خلکو دفاع انساني او دیني اړخ لري
-
د ایران د پوهنتونوالو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وینا
د اسلامي انقلاب معظم رهبر: سږ کال د قدس د نړیوالې ورځې د څوچنده اهمیت وجه، د پیړۍ د معاملې د کولو لپاره د امریکې او د هغې د پيراوانو له خیانته ډک اقدامات دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون مازیګر د پوهنتونونو د زرګونو استادانو او د علمي کدرونو د غړو په کتنه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د فلسطین له ولسه دفاع هم انساني اړخ لري او هم دیني او شرعي، څرګنده کړه: د امریکې ځیني مقتدیان د پیړۍ د معاملې د عملي کولو کوششونه کوي خو امریکا او دغه تالي څټي به یې په دې کار کښې هم ماتې وخوري.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي سږ کال د قدس ورځ، له نورو کلونو ډیره مهمه وبلله او ویې ویل: د دې څوچنده اهمیت وجه، د پیړۍ د معاملې د کولو لپاره د امریکې او د هغې د پيراوانو له خیانته ډک اقدامات دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر له تیر وخت سره د فلسطین د مسئلې د روانو حالاتو توپیر، د فلسطین د موضوع د خذفولو لپاره د امریکې او د هغې د مقتدیانو په څرګنده لهجه او ادبیاتو کښې وباله او زیاته یې کړه: په دې وجه د قدس د ورځې لاریون چې د ولسي شتون له لارې له فلسطینه دفاع ده، سږ کال ډیر مهم دی.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د مذاکرې په هکله د بهرنیو رسنیو جنجال ته په اشارې سره وویل: له دې خبرې د هغوي مقصد چې وايي ایران دې د مذاکراتو میز ته راستون شي، له امریکې سره مذاکره ده ځکه چې مونږ له نورو هیوادونو سره هیڅ ستونزه نه لرو او له اروپایانو او داسې نورو سره خبرې اترې کوو.
هغوي په دې خبرې سره چې په مذاکراتو کښې اصلي مسئله د مذاکرې د موضوع ټاکل دي، زیاته کړه: مونږ د هرې موضوع په سر مذاکره نه کوو او د هیواد د دفاعي توان په شان د انقلاب په ناموسي او اساسي موضوعاتو خبرې اترې نه شي کیدی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي یو ځل بیا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت به له امریکې سره بیخي خبرې اترې ونه کړي، څرګنده کړه: لکه څنګه چې مخکښې هم ویل شوي، له امریکې سره د مذاکرې نه کولو وجه دا ده چې اولاً خو هیڅ ګټه نه لري او ثانیاً، تاوان هم لري.
معظم رهبر د ایران خلاف د امریکې دباؤنو ته هم اشاره وکړه او ویې فرمایل: د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې د دباونو په وړاندې د ضروري فشار اوزار په واک کښې لري.
دوي هم داشان د ایران علمي پرمختګونه د استعمارګرو او سلطه ګرو قدرتونو د اندیښنې لامل وبلل او څرګنده یې کړه: د هیواد د عملي پرمختګ چټکتیا، زمونږ ادعا نه ده بلکې د دنیا د علم سنجونې مرکزونو ویلي دي چې د ایران د علمي پرمختګ ګړندي توب، د نړۍ د اوسط دیارلس چنده دی او په ځینو علومو کښې خو ایران د نړۍ په غوره رتبو کښې راځي.