ایران له روسیې د توغندوی سیسټم اخیستل نه غواړی
-
د ایس څلورسوه ډوله توغندوي سیسټم د اخیستلو لپاره له روسیې څخه د ایران غوښتنه هسې اوازه ده .
زمونږ خبریال وایی د روسیې د لومړی وزیر د دفاعی چارو مرستیال یوری بوریسوف وویل ماسکو د ایس څلور سوه ډوله توغندوی سیسټم د اخیستلو لپاره د تهران غوښتنه نه ده ترلاسه کړی.
هغه ټینګار وکړ د ایس څلورسوه ډوله توغندوی سیسټم د اخیستلو لپاره له روسیې څخه د ایران غوښتنه هسې اوازه ده .
د روسیې د لومړی وزیر د دفاعی چارو مرستیال یوری بوریسوف په ایران د ایس څلور سوه ډوله توغندوی سیسټم د خرڅولو او د تهران او دماسکو د پوځی ملګرتیا په اړه د ځینو رسنیو د ادعا په هکله وویل هغوې اوازې خپرولی شی خو ملګرتیا په خپلې لارې کښې دوام لری .
دامریکا بلومبرګ خبری سایټ د می په دیرشمه (۳۰) نیټه ادعا کړی وه چې ایران له روسیې څخه د ایس څلور سوه ډوله توغندوی سیسټم د اخیستلو غوښتنه کړی ده خو ماسکو دتهران دغه غوښتنه رد کړی ده .
د روسیې د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو د کمیسیون مشر کنستانتین کاساچوف هم د امریکا دبلومبرګ خبری سایټ ادعا بې اساسه او دتهران پرضد د رسندوی جنګ دوام وباله .