ورځپاڼو ته کتنه ۲۲-۳-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
وړومبې به هم د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راواخلو دغې ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ په تهران کښې د اسلامي ايران د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني او د جرمني د خارجه وزير هايکو ماس د کتنې خبر ورکړے دے. د ورځپاڼې د ليکنې له مخې ډاکټر روحاني په دغه کتنه کښې تاکيد وکړ چې اروپا پکار دي د امريکې د اقتصادي ترهه ګرۍ په وړاندې ټينګه اودريږي. هغۀ په دې باندې په ټینګار سره چی د سیمې امنیت به هیڅکله د ایرانی ملت د بایکاټ او دباو اعمالولو سره ترلاسه نشي زیاته کړه امریکه د ایران په ظالمانه بایکاټونو سره د اقتصادی ترهه ګرۍ په لاره حرکت کوي ځکه چی ایران د هغه چا په وړاندی چې په خلقو درمل او خوړۀ بندوي ، مقاومت کوي.
روحانی د دریو اروپائي هیوادونو جوتو ژمنو ته په اشارې سره وویل که اروپایی هیوادونه باوري دي چی ایټمی موافقه د ایران او اروپائي اتحادیې د تعلقاتو ،او د سیمې د امنیت ، ثبات او صلحې د پراختیا په ګټه ده نو باید زر تر زره د هغې د ساتلو لپاره هڅه وکړي او عملی او جدي اقدامات وکړي .
هایکو ماس هم په دغه کتنه کښې له ایټمی موافقې د امریکې یو اړخیزه وتل یو ناسم او غلط اقدام وبالۀ او وې ویل جرمني د ایران په خلاف د امریکې له سیاستونو سره ډیر اختلافات لري او هڅه کوی د نورو اروپائي هیوادونو په تیره بیا فرانسې او انګلستان په مرسته ایټمی موافقه وساتي او خپلې ژمنې عملیاتی کړي.
---------
د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې ابتکار د روسيې د خارجه وزير سرګئ لاوروف له قوله وليکل: ایران تر دې دمه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې برجام په وړاندې پخپلو ژمنو بشپړ عمل کړے دے ا و د دغې نړیوالې موافقې ساتل تر ډېره حده د ا روپائی لورو سره اړه لري.
لاوروف پرون په ماسکو کښې په یوه نړیوال سیمنار کښې د ایران په خلاف د امریکې د اقداماتو په باب هم ووئیل، دامریکې له خوا د امنیت شورا د پریکړ لیک نه اجرا کولو ته د نړۍ د اړباسلو لپاره هڅه په بشپړ ډول ښکاره شوې ده .
--------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې هم په خپله غټه سرخۍ کښې وليکل، د امريکې او چين ترمېنځ تجارتي جنګ غرغنډه شو او ټرمپ د چين ولسمشر وګواښۀ.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د يمن د فوځ ډرون الوتکو د سعودي په خالد هوائي ډګر حمله وکړه. ورځپاڼې زياته کړه: د سعودي رسمی خبری آژانس واس په ملک خالد هوائی ډګر د یمن د ډرون الوتکو د حملې په تائید ولو سره مدعی شوی چې دغه ډرون الوتکې په ټارګټ له لګېدو مخکې تباه کړې شوې دي .
--------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل، د عمران خان په مشرۍ د دغه هېواد حکومت د کلنۍ بودجې په اعلانولو سره د خوراک څښاک زياتره څيزونه ګران او درمل ، کيمائي سرې او موبائل ارزان کړل. ورځپاڼې زياته کړه سږ کال د اوۀ زره شپږدېرش ارب روپو بودجه وړاندې شوه او مالي زيان درې زره يو سل يو پنځوس اربه اعلان شو.
ورځپاڼې په دې حوالې سره وليکل، د بودجې د اعلان په وخت د دغه هېواد په پارلېمان کښې د مخالف ګوندونو استازيو د پارلېمان د مشر له مېزه څخه چاپېره تاو شول او د حکومت په خلاف يې سختې نعرې ووهلې.
-----
ورځپاڼې وليکل، په پاکستان کښې د بودجې له اعلان سره سم د ډالر بيه اوخته او يو ډالر يو سل دوه پنځوس روپو ته ورسېد.
----------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل،د پاکستان د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري له نيول کېدو وروسته د دغه هېواد د مسلم ليګ نواز څانګې د مشر شهباز شريف زوے حمزه شريف هم د مالي فساد په تور په لاهور کښې ونيول شو او همدارنګ د اېم کيواېم پخوانے مشر الطاف حسين د هېواد په خلاف له نفرته ډکو وېناو د کولو په دوسيه کښې په لندن کښې ونيوے شو.
--------
له بلې خوا ورځپاڼې د پاکستان پيپلز پارټۍ د مشر بلاول بوټو زرداري د دغو نيونو په ردعمل کښې دغه نيونې سختې وغندلې او وې ويل، د مالي فساد په خلاف محکمه فقط د حکومت مخالف کسان نيسي. او دا چاره يې يوسياسي انتقام وبلۀ.
خو له بلې خوا د پاکستان وزيراعظم عمران خان د دغو نيونو په ردعمل کښې اعلان وکړ چې د پاکستان د عوامو پېسې غلا کونکے يو کس به هم معاف نه کړے شي او ټول به جيلونو کښې اچول کيږي. هغه زياته کړه چې هغه به په دې لاره کښې له هيڅ ګواښ او ملامتيا ونه ويريږي که څه هم په دې چاره کښې سر هم بائيلي.
----------
اوس به هم راواخلو د کابل چاپ وېسا ورځپاڼه، دغې روځپاڼې وليکل: ورځپاڼې د خبري سرچينو له قوله وليکل، چین د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو مشرتابه پلاوي ته بلنه ورکړې چې بېجینګ ته سفر وکړي.
ورځپاڼې زياته کړه: چین په دې وروستیو کښې د افغان سولې او د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې فعال شوے دے، تر دې وړاندې په پام کښې وه چې په چین کښې د امریکې، روسیې او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته په چین کښې ترسره شي، چې وړومبۍ او دویمه یې په واشنګټن او ماسکو کښې شوې وې، خو تر هغو وړاندې چین طالب مشران ور وبلل.
ورځپاڼې وليکل چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوے به له ماسکو نه ناروې ته لاړ شي چې هغه هېواد هم دوي ته بلنه ورکړې ده.
-------
وېسا ورځپاڼې د افغانستان په مشرانو جرګه کښې د هلمند د خلقو د استازي محمد هاشم الکوزي له قوله وليکل، امریکايي ځواکونو په هلمند کښې صلح پلوي او پاکستان ضده طالبان په نښه کړي دي.
هغه همدارنګ وويل: چې په هلمند کښې له اوږدې مودې راهیسې ړندې بمبارۍ روانې دي، چې تر ډېره پکې ملکي خلقو ته تلفات اوړي.
ورځپاڼې د افغانستان د ننګرهار ولايت د ځاي چارواکو له قوله وليکل: په ننګرهار کښې د داعش ترهه ګرې ډلې او طالبانو ترمېنځ د نښتو له امله په زرګونو کورنۍ له خپلو کورونو بې کوره شوې او نورو امنو سيمو ته کډه په سر شوې دي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په ټول هېواد کې یې د رأيې ورکوونکو د نوم ثبتولو ۵۲ مرکزونه تړلي دي. د انتخاباتو کمېسیون په ټول هېواد کې د رأيې ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتولو د ۴۵۸ مرکزونو نه، ۴۰۶ یې خلاص کړي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیحالله سادات وايي، د دغو مرکزونو د تړل کېدو بل لامل، د دغه پروګرام له عملي کېدو سره، د پوهنې وزارت نه همکاري ده.
سادات وویل: “۱۵ مرکزونو ته مواد نهدي رسیدلي، له ۳ مرکزونو سره د پوهنې وزارت مرسته نهده کړې او نور د امنیتي ګواښونو له امله خلاص نهشول، امنیتي ځواکونه هڅې کوي، څو تړلي مرکزونه خلاص کړي چې خلک نوملیکنه وکړي.”
وېسا ورځپاڼې د افغانستان د صلحې د عالي شورا له قوله وليکل، جرمني د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چې تمه ده راتلونکو لسو ورځو کې پیل شي، د اسانتیا برابرولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د افغانستان لپاره د جرمني خاص استازي له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې عالي شورا د مشر کريم خليلي سره، د سولې روان بهير او د راتلونکې بين الافغاني ناستې په تړاو بحث او خبرې کړې دي.
د دې شورا ویاند غفور احمد جاوېد وايي، د سولې عالي شورا هیله لري چې روانې هڅې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته لار برابره کړي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د قندهار ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت په ډنډ ولسوالۍ کښې د عامه خلکو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې د ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژلي دي.
د راپورونو له مخې، چاودنه پرون سهار څه باندې لس بجې شوې ده.
د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر، قسیم ازاد رسنیو ته وویل چې چاودنه د عامه خلکو په فیلډر موټر شوې ده.
ازاد وویل، په دې پېښه کې ۶ عامه وګړي چې دوه لویان او ۴ ماشومان دي، وژل شوي دي. نوموړي یادونه وکړه چې دغه ماین په سیمه کښې تازه ځاے پر ځایےشوے ؤ او په اړه یې د پولیسو له خوا څېړنې پیل شوې دي.
د دې چاودنې مسوولیت چا نه دے منلی او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
---------