هندوستان کښې په ټریفکي پيښه کښې ۴۴ کسان مړه شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82912-هندوستان_کښې_په_ټریفکي_پيښه_کښې_۴۴_کسان_مړه_شول
دا پيښه پرون مازیګر د هماچل پرادیش صوبې په کولو سیمه کښې رامینځته شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2019 03:37 Asia/Kabul
  • هندوستان کښې په ټریفکي پيښه کښې ۴۴ کسان مړه شول

دا پيښه پرون مازیګر د هماچل پرادیش صوبې په کولو سیمه کښې رامینځته شوې ده.

د هندوستان د شمال په هِماچل پرادیش صوبه کښې درې سوه میټره ژورې درّې ته د یو بس د غورځیدو له امله لږترلږه ۴۴ کسان مړه او ۳۵ نور زخمي شوي دي.

دا پيښه پرون مازیګر د هماچل پرادیش صوبې په کولو سیمه کښې رامینځته شوې ده.

د دغې صوبې ځايي سرچینو ویلي چې په بس کښې له اتیاؤ زیات کسان سپاره وو.

د پيښې په ځاې کښې یو حکومتي چارواکي ویلي چې څو تنه مسافر د بس په چت هم ناست وو.

د پيښې د ځینو زخمیانو حالت هم بد رپورټ شوی دی.

په هندوستان کښې هره ورځ ۴۰۰ کسان د سړکي پيښو له امله سرونه بایلي.