د حضرت بي بي معصومه (س) ميلاد دې ټولو ته مبارک وي
د ايران اسلامي جمهوريت بېګا او نن ولايت او امامت د آسمان د اتم ځلانده ستوري حضرت امام رضا (ع) د قدرمنې خور حضرت بي بي فاطمه معصومه (س) د ولادت په مناسبت په جشن او خوشحاليو کښې ډوب دے.
د اوم امام حضرت امام موسی کاظم (ع) قدرمنه لور حضرت بي بي معصومه (س) چې د ۱۷۳ هجري قمري کال د ذي القعدې يا ميانې د مياشتې په وړومبۍ نېټه دنيا ته راغله فضائلو يوه نمونه وه.
په اسلامي ايران کښې د دغې قدرمنې مېرمن د ولادت ورځ د لور ورځ نومولې شوې ده.
بېګا او نن د ايران په قم مقدس ښار کښې د حضرت بي بي معصومه (س) په پاک حرم ، جمکران نومې جومات او د قم صوبې په نورو جوماتونو ، امامباړو او مذهبي ځايونو کښې د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) مينه وال په راغونډېدو سره د جشن او خوشحالۍ محفلونه جوړوي.
د يادونې ده چې له نن يعنې د جولائۍ له څلورمې نېټې نه د همدې جولائۍ د مياشتې تر څوارلسمې پورې چې د حضرت امام رضا (ع) د ميلاد نېټه ده په ټوله دنيا کښې د کرامت لسيزه نومولې شوې ده چې په دغو لسو ورځو کښې د ايران په شمول د نړۍ په مختلفو سيمو کښې مختلف پروګرامونه ، محفلونه او غونډې جوړيږي. مونږ د نن ورځې يعنې د بي بي معصومه (س) د ولادت او د کرامت د لسيزې د شروع کېدو په موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بيا تاسو قدرمنو اورېدونکو او د محمد (ص) او هغه حضرت د اهلبېتو (ع) محبانو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.