د نیجریه مسلمانان دابراهیم الزکزکی په ملاتړکې مظاهروته دوام ورکوی
د ایران پاکستان ،هندوستان پشمول په زیاترو هیوادونو کې هم د شیخ الزکزکی په ملاتړ کې مسلمانانو په مظاهرو جوړولو سره دهغه او دهغه د ماندنې د سملاسی خوشی کیدا غوښتنه کړې او د بې ګناه خلکو دقاتلانو دسزاکولو غوښتونکی شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د نیجریه په پلازمینې ابوجا کې د اسلامی غورځنګ درهبر شیخ ابراهیم زکزکی په زرګونو پلویانو یوځل بیا سوله ایزه مظاهره کړې چې ددغه هیواد د امنیتی مامورانو په ډزو اواوښلن ګیس څخه په استفادې سره تاؤتریخجنه شوې ده .
راپور ښئ امنیتی ځواک پرون دشیخ ابراهیم الزکزکی له هغو پلویانو سره د مقابلې لپاره چې د شیخ زکزکی او دهغه دماندنې دخوشی کیدا لپاره ئې په واټونو کې مظاهره کوله له جنګی میرمیو او اوښلن ګیسه استفاده کړې ده
وئیل کیږی په دغه اخ وډب کې یوشمیر کسان ټپیان شوی او په لسګونو نیول شوی هم دی .
د نیجریه ولس پرونهمدارازڅو ورځې مخکې په مظاهرو کېد شهید شوو کسانودجنازو په دستورو کې یوځل بیا ددغه هیواد داسلامی غورځنګ درهبر دسملاسی خوشی کیداغوښتنه کړې ده .
داپه داسې حال کې دی چې د ایران پاکستان ،هندوستان پشمول په زیاترو هیوادونو کې د شیخ الزکزکی په ملاتړ کې مسلمانانو په مظاهرو جوړولو سره دهغهاودهغه دماندنې د سملاسی خوشی کیدا غوښتنه کړې او د بې ګناه خلکو دقاتلانو دسزاکولو غوښتونکی شوی دی .