ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۴-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83407-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۴_۴_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2019 07:47 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۴-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

دا وړومبۍ ورځپاڼه  د تهران چاپ ايران ورځپاڼه ده، دې ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر وېناوې راخېستي دي. ليکي: ډاکټر حسن روحانی د شیروان د خلقو په ولولناکه  غونډه کښې وويلو امریکې په تیرو ۱۴ میاشتو کښې د ایراني ملت په خلاف تر ټولو سخت بایکاټونه تپلی دي خو د اسلامی ایران اتل ، ځیر او مقاوم ملت په دغه موده کښې په پوره توان سره د امریکې په وړاندې مقاومت کړے دے. روحانی زیاته کړه امریکایانو د افغانستان ، عراق ، سوریې او یمن په شمول د سیمې په هیوادونو کښې ماتې خوړلې ده او که څوک ادعا وکړي چی د ایران ملت د دباونو له امله لړزېدلې دے ، نو ناروا او ناسمه خبره یې کړې ده او دروغ یې ویلی دي .

د اسلامی ایران ولسمشر تاکيد وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې له  دباونو سره سره  د پردیو او پېسو نړیوال صندوق په لور د اړتیا لاس اوږد نکړ او په خپلو پښو ولاړ دے  او توانیدلې دے د تیر کال ځینې پورونه هم ورکړي.

---------

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې ولیکل: د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کښې د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) د ساتلو لپاره د اروپایانو د جدي او عملي ارادې په ضرورت تاکيد وکړ.

محمد جواد ظریف چې د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعي شورا د لوړ رتبه چارواکو په کلنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ دے، د ایټمي موافقې ساتنې ته د اروپایانو د مینې څرګندونه یې پوره ونه بلله او وې ویل: اروپایان باید د دې نړیوالې موافقې د ساتنې لپاره پانګونه وکړي خو تراوسه مو دا کار نه دے لیدلې.

هغه زیاته کړه، په اقتصادي ترهګرۍ کښې د امریکې اقدامات او د اقتصادو په برخه کښې یې د نړیوالو عادي روابطو د اجرا مخنیوے، د پایدارې پراختیا اهدافو ته د رسیدو لارې ستر خنډونه دي چې باید د نړیوالې ټولنې غړي پرې خبر کړې شي.

---------

د تهران يوې بلې ورځپاڼې کېهان د اسلامي ايران د کورنيو چارو د وزير رحماني فضلي له قوله وليکل، له اسلامی ایران سره د امریکا د دښمنۍ دلیل د هیواد پرمختګ ، پر سیمه ایزو معاملاتو اغیز شیندل ، حق غوښتنه اوله ټیکنالوجۍ خپله ونډه ده . رحمانی فضلی د ایران په خلاف د امریکې د بایکاټونو په بې تاثيروالي باندې په تاکيد سره جوته کړه ایران په ډیرو برخو کښې ځان بسیا ته رسیولی دے .

--------

همدا رنګ د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت د وياند سيد عباس موسوي له قوله وليکل، ایران له امریکائي چارواکو سره په هيڅ سطح د هیڅ ډول خبرې نه لري. هغه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کښې  د خارجه وزیرانو  په سویه  له ایران سره د خبرو اترو لپاره روسانو ته د امریکې د پیغام ادعا دروغ وبلله . په تیرو ورځو کښې ځینو رسندویو اوټولنیزو شبکو د روسیې په میانځګړیتوب د ایران او امریکې د خبرو اترو د احتمال خبر ورکړے ؤ .

-------

د پاکستان جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د مسلم لينګ نواز څانګې مشر له قوله وليکل،  

شهبازشريف د برطانوي ورځپاڼې او وزيراعظم عمران خان خلاف قانوني کارروائۍ کولو اعلان وکړ.

ورځپاڼې په يو بل  خبر کښې د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي له قوله وليکل، چين، امريکې او روس دافغانستان د امن په عمل کښې د پاکستان کردار ستائيلې دے.

-------

د پاکستان يوې بلې ورځپاڼې دنيا وليکل، ډيلي ميل خپل رپورټ کښې د برطانوي وګړي آفتاب اقبال په حواله وئيلي چي هغه د شهباز شريف لپاره مني لانډرنګ کړې او دغه پيسې ئي برطانيي ته متنقل کړې. رطانوي ورځپاڼۍ ډيلي ميل خپل رپورټ کښې انکشاف کړې چي د مسلم ليګ ن صدر او پخواني وزير اعلي پنجاب ميا شهباز شريف برطانيي لخوا ورکړې شوي پنځه سوه ملينه پونډز کښې کرپشن کړې او هغه پيسه ئي برطانيې ته د مني لانډرنګ په ذريعه منتقل کړيده

اخبار خپل رپورټ کښې ليکي چي کال دوه زره دريم کښې د شريف خاندان په اکاونټ کښې صرف دري لکه پونډز وو ولي کال دوه زره اتلس کښې دغه اکاونټ کښې شل کروړه پونډز موجود وو.

ورځپاڼې وليکل، د پاکستان وزاعظم عمران خان په دغه هیواد کښې د ځینو مافیايي ډلو د فعالیت په هکله خبردارے ورکړےدے.

------------

د کابل د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره راتلونکو ټاکنو او په ارګ کښې د اخلاقي فساد په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

د کابل چاپ مسير ورځپاڼې راتلونکو ټاکنو ته په اشارې لیکلي، د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش له رانږدې کېدو سره هم‌مهاله ځینې انتخاباتي ټيمونه د یوه واحد ټکټ د رامنځته کېدو په تړاو هڅې کوي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټيم، د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او عدالت ټاکنیزو ټيمونو د یوه واحد ټکټ د رامنځ ته کېدو په پرنسیپ هوکړه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم په جزئیاتو خبرې نه‌دي شوي، خو په‌دې توافق شوی چې مهم کاندیدان باید تر یوه ټکټ لاندې ټاکنو ته راوړاندې شي.

-----

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي، په‌داسې حال کې چې د ټاکنو برخلیک لا معلوم نه دی ولسمشر غني خپل کمپاینونه پیل کړي او پخواني پروژې د دوهم ځل لپاره پرانیزي.

د مقالې د لیکوونکي په وینا، که انتخابات ترسره کیږي حاکم ټيم به یې ځکه ګټې چې د دوی ټولې چارې همدا اوس یوازې د راتلونکي لپاره کمپاین دے.

------

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله پهدې جملو پيل کړې چې د ارګ د جنسي بدنامیو غږ داسې چا اوچت کړ چې په همدې ارګ کې یې کلونه تېر شوي او اوس د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم دې ته اړ شوی چې د دې رسوايۍ او د بدنامې مسلې جدي څيړنه وغواړي.

د سرمقالې د لیکونکي په باور دا چې ښاغلی دانش له دې مسئلې نه د کمپایني ګټې پورته کول نامردي بولي، دا ډېره د حیرانۍ خبره ده ځکه په وینا یې چې په کمپاینونو کې د ځان له درنې او د بل له سپکې پرته نور څه دي چې حساب پرې وشي.

------

د کابل چاپ دنیا ورځپاڼې بیا غوښتنه کړې چې د ارګ د رسوایۍ د څیړلو لپاره باید پلاوی وټاکل شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ارګ ځکه د حبیب احمدزي د ادعاوو دوسیه پټه ساتلې چې نه غواړي دا قضیه روښانه شي او دا د دې ښکارندوی کوي چې له ښځو د ناوړه جنسي ګټې اخېستنې موضوع یوازې په ارګ کې یو یا دوو پیښو پوري نه محدودیږي بلکې په وینا دا مسئله بېلابېل اړخونه لري.

سرمقاله لیکونکي هغه کسانو ته د سزا د ورکولو غوښتنه کړې چې په دغه ډول مسایلو کې په لاس لرلو تورنیږي.

---------

د ماندګار ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، په ارګ کې اخلاقي فساد؛ هغه ادعاوې چې نه څيړل کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په‌داسې حال کې خلکو تمه لرله چې دغه ټکان ورکوونکي ادعاوې به وپلټل شي، خو تراوسه پورې په‌دې اړه کوم اقدام نه‌دی شوی او ارګ غواړي چې د اخلاقي فساد دغه تورونه له پامه وغوځول شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که څه هم ارګ تل هڅه کړې چې دغه تورونو ته انتخاباتي رنګ ورکړي خو په وینا یې دا مهال په ارګ کې د اخلاقي فساد مسئله د نړېوالو رسنیو په سرټکو بدله شوې او جدي پلټنو ته اړتیا ده.

-------