هند او پاکستان بیلابیل غبرګونونه ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83471-هند_او_پاکستان_بیلابیل_غبرګونونه_ښودلی
زمونږ خبریال وایی د هندوستان او د پاکستان چارواکو دهندی جاسوس کلبوشن یادیو د اعدام او پانسی کیدا د حکم په هکله د هیګ د نړیوالې محکمې(International Court of Justice ) نهایی رایه د ځانونو لپاره بریالیتوب وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2019 10:33 Asia/Kabul
  • د هندوستان حکومت د کلبوشن یادیو د جاسوس کیدا په هکله د پاکستان ادعا بې اساسه بولي .
    د هندوستان حکومت د کلبوشن یادیو د جاسوس کیدا په هکله د پاکستان ادعا بې اساسه بولي .

زمونږ خبریال وایی د هندوستان او د پاکستان چارواکو دهندی جاسوس کلبوشن یادیو د اعدام او پانسی کیدا د حکم په هکله د هیګ د نړیوالې محکمې(International Court of Justice ) نهایی رایه د ځانونو لپاره بریالیتوب وباله .

دپاکستان د باندنیو چارو دوزارت ویاند محمد فیصل په اسلام اباد کښې د هندوستان د جاسوس کلبوشن یادیو د اعدام د حکم په هکله د هیګ دنړیوالې محکمې په نهایی رایې خوښی څرګنده  کړه او ویې ویل ددغه رایې په اعلان سره معلومه شوه چې کلبوشن یادیو په پاکستان کښې دهندوستان لپاره جاسوسۍ کوله .

د هندوستان دخارجه وزارت ویاند رویش کمار هم وویل پاکستان باید د هیګ دنړیوالې محکمې د رایې درنښت وکړی او د کلبوشن یادیو لپاره کنسولی لاسرسی برابر کړی .

د هیګ نړیوالې محکمې پرون د هندوستان دښاریز کلبوشن یادیو په هکله چې په پاکستان کښې دجاسوسۍ په جرم په پانسۍ محکوم شوی دی خپله نهایی رایه اعلان کړه .

په هالینډ کښې دیره د هیګ نړیوالې محکمې د هندوستان د ښاریز کلبوشن یادیو پرضد د پاکستان د پوځی محکمې د حکم د باطلیدا په هکله د هندوستان دغوښتنې د ردولو په ترڅ کښې په اسلام اباد غږ وکړ د کلبوشن لپاره کنسولی لاسرسی برابر کړی .

پاکستان ادعا کوی چې کلبوشن یادیو د هند دسمندری ځواک یو (۱)افسر دی چې د۲۰۱۶ میلادی کال په مارچ میاشت کښې په بلوچستان صوبې کښې د جاسوسۍ په جرم نیول شوی او په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې په پوځی محکمې کښې په مرګ محکوم شوی دی .

د هندوستان حکومت د کلبوشن یادیو د جاسوس کیدا په هکله د پاکستان ادعا بې اساسه بولی .